پر اېبولا اخته هېوادو ته د حج ویزه نه شته

د انځور حقوق
Image caption د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو او بندرونو کې یې د ډاکټرانو ځانګړې ډلې ځای پر ځای کړي چې د حج د مراسمو پر مهال د اېبولا پر ویروس اخته مساپر په نښه کړي.

سعودي عربستان ویلي چې د اېبولا پر ناروغۍ اغېزمن شویو دریو افریقايي هېوادونو لایبریا، ګني او سیرالیون اوسیدونکو ته د حج د سفر لپاره ویزې نه ورکول کېږي.

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو او بندرونو کې یې د ډاکټرانو ځانګړې ډلې ځای پر ځای کړي چې د حج د مراسمو پر مهال د اېبولا پر ویروس اخته مساپر په نښه کړي.

دغه وزارت ویلي چې د اېبولا پر ناروغۍ اخته یو کس د درملنې لپاره یو بیل ځای کې ساتل شوی دی.

دغه سړی چې د سعودي عربستان تبع دی، سیرالیون ته تللی و.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د اېبولا ناروغۍ له کبله د را منځ ته شوي ناورین په اړه د چارشنبې پر ورځ یو بیړنۍ غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې پر دې خبرې شوي چې اېبولا په نړیواله کچه د روغتیا په برخه کې اضطراري حالت رامنځ ته کړی او که نه.

که دغه اضطراري حالت ومنل شي نو اغېزمن شویو هېوادونو ته به پر سفر بندیزونه ولګول شي.

په لوېدیځه افریقا کې کشف شوی د اېبولا ویروس تر ټولو ډیر وژونکی ویروس بلل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ د سږ کال په پیل کې خپور شوي دغه ویروس تر اوسه له ۹۰۰ ډیر کسان وژلي دي.

هاغه بریتانوی ډاکټر چې دغه ویروس یې کشف کړی بي سي سي ته وویل چې حالت دومره ناوړه دی چې په پراخه کچه د تجربوي درملو کارونې ته اړتیا ده.

ناېجیریا کې د اېبولا پر ناروغۍ اخته یو کس سره د اړیکو له کبله اته نور کسان هم پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

په دغه ناروغۍ ډیری اخته کسان مري. تر اوسه پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو ۹۰ سلنه مړه شوي دي.

د درملنې په هڅه کې یو ډاکتر هم پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

اېبولا ویروس د اخته کسانو سره د بدن د اوبو له لارې نورو ته سرایت کولی شي.

په پیل کې پر دې ناروغۍ په اخته کسانو کې د والګي نښې نښانې لیدل کېږي. وروسته یې بیا له سترګو وینه بهېږي.

اخته کسان په بدن کې دننه هم وینه له لاسه ورکوي چې له کبله یې د بدن نور غړي اغېزمن کېږي.

ورته مطالب