اسرائیلو د اوربند غځولو وړاندیز کړی

د انځور حقوق .
Image caption په ورته وخت کې، په قاهره کې د دواړو غاړو تر منځ نا مخامخ خبرې روانې دي.

اسرائیلي چارواکو غزه کې د سه شنبې پر ورځ د پیل شوي درې ورځني اوربند د غځولو وړاندیز کړی دی.

خو د حماس ډله چې د غزې کنترول په لاس کې لري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې، په قاهره کې د دواړو غاړو تر منځ نا مخامخ خبرې روانې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دپر یوه اوږد مهاله اوربند د هوکړې لپاره باید د دواړو غاړو مشران پر ځانو یو څه خطر ومني.

نوموړي وویل چې د دواړو خواوو تر منځ باور ته اړتیا ده چې د هغه په وینا د تاوتریخوالي وروسته دغه باور لاسته راوړل ګران کار دی.

ښاغلي اوباما وویل: "په اوږد مهال کې، دا باید ومنل شي غزه له نړۍ ځان لرې نه شي ساتلی".

د ۷۲ ساعته اوربند له پیلېدا وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنجامین نتنیاهو په جګړه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو پړه پر حماس اچولی ده او ویلي يې دي چې حماس له ملکیانو د ډال کار اخیستی دی.

بل خوا، برتانوي مرستندویه ټولنو په غزه کې د زیانمنو شویو فلسطینیانو د مرستې لپاره د بېړنیو مرستو راټولولو غوښتنه کړې.

د "ناورین او بېړنیو حالاتو" په نامه یوې جرګه ګۍ ویلي، په غزه کې څلور اونیزه جګړې نژدې نیم میلیون وګړي له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي.

د اسرائیلي او فلسطیني استازو تر منځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې نا مخامخ خبرې اترې پیل شوې دي.

د فلسطینیانو له خوا په خبرو کې د حماس ډلې چې د غزې کنترول په لاس کې لري، اسلامي جهاد او فلسطیني چارواکو استازي شامل دي.

په خبرو کې د اسرائیلو د استازو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د فلسطینیانو مهمې غوښتنې دا دي چې اسرائیل دې د سیمې کلابندي ختمه کړي او پولې دې تلو راتلو ته پرانېزي.

تر څنګ یې هغوي ښايي د بیا رغونې لپاره نړیواله مرسته هم وغواړي.

د اسرائیلي حکومت ویاند مارک ریګیف ویلي چې اسرائیل به په سیمه کې د یوه اوږد مهاله ارامۍ لپاره د غزې بې وسلې کول وغواړي.

خو د حماس ډلې یوه چارواکي عزت ریشک اې پي ته ويلي: ''موږ به هر هغه کس ووژنو چې هڅه کوي د مقاومت وسلې واخلي''.

دغه خبرې اترې وروسته له هغه پیلېږي چې په غزه کې د څلور اونیزې جګړې ۱۹۰۰ کسان ووژل.

د خبرو منځګړیتوب مصري چارواکي کوي چې دوی د دواړو غاړو غوښتنې یو بل ته وړاندې کړې دي.

نن د ۷۲ ساعته اوربند دوهمه ورځ ده چې دا د جولای پر ۸ مه په پیل شوې جګړه کې له ټولو اوږده ارامي ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له دواړو غاړو غوښتي چې له اوربند نه په استفادې دې لا پراخو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي کیري بي بي سي ته وویل چې اوسنی حالت ښايي د خلکو فکر د دوو دولتونو د حل لارې ته متوجه کړي.

په ورته وخت کې د غزې سل ګونه زره بې ځایه شوي بېرته خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال جون ډونیسون وايي چې ډیرو خلکو له خپلو کورونو هیڅ نه دي موندلي.

جګړه

  • د جولای پر ۸ مه د اسرائیلي عملیاتو له پیلېدو راهیسې تر اوسه:
  • پر غزې ۴۷۶۰ هوايي برېدونه شوي.
  • پر اسرائیلو ۳۳۵۶ راکټي بریدونه شوي.
  • غزه کې ۱۸۷۵ کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په غزه کې د وژل شویو کسانو ۸۵ سلنه یې ملکي وګړي دي.

د انځور حقوق epa
Image caption په غزه کې د اوربند تر موافقې وروسته وګړو د ارامۍ ساه واخیسته
د انځور حقوق AP
Image caption پر غزې د اسرائیلو برید کې تر ۱۸۰۰ ډېر کسان ووژل شول، چې زیاتره یې ولسي وګړي وو

اسرائیلو کې ۳ ملکي کسان او ۶۴ اسرائیلي سرتيري وژل شوي.

په غزه کې په سخت ډول د ځپل شوې سیمې بیت حانون یوې کورنۍ الزعنون مشر چې کور یې په جګړه کې ویجاړ شوی وویل: ''موږ به خپل کور بیا ورغوو. موږ نور چیرته تلی شو''؟.

خو داسې ښکاري چې دا به په غزه کې وروستۍ جګړه نه وي. اوربند د حل یوه لنډ مهاله لار ده.

د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د مهمو مسلو له جملې یو یې هم تر اوسه حل شوې نه ده.

ورته مطالب