پوتین د ځوابي بندیزونو امر کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption په فرمان کې راغلي چې د بندیزونو پرېکړه د روسیې د (ملي ګټو) د خوندي ساتلو لپاره شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه فرمان په صادرولو له هغو هېوادونو نه د کرنیزو تولیداتو پر واردولو بندیز لګولی چې پر روسیه یې د اوکراین د کړکېچ پر سر بندیزونه لګولي دي.

د فرمان پر بنسټ به له دغو هېوادونو نه تر یوه کال پورې خوراکي توکي هم نه واردېږي.

په فرمان کې راغلي چې د بندیزونو پرېکړه د روسیې د (ملي ګټو) د خوندي ساتلو لپاره شوې ده.

حکومتي ادارو ته لارښونه شوې چې د بندیز فرمان پر بنسټ د تولیداتو یو لست جوړ کړي.

د روسیې تجارتي ورځپاڼې ويډوموستي لیکلي چې ښايي دغه لست تر پنجشنبې ورځې چمتو شي.

ورځپانې زیاته کړې چې د شرابو او د ماشومانو د خوړو واردات به د دغه فرمان له کبله نه اغېزمن کېږي.

پخوا هم روسیې د نورو هېوادنو نه پر وارداتو بندیزونه لګولي چې عموما لامل یې عامه روغتیا وه.

د پوتین په فرمان کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی خو په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې او امریکا پر روسیې خپل بندیزونه ډېر کړي دي.

روسیه هر کال له اروپايي ټولنې نه د ۱.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت میوه او سبزیجات او د امریکا نه د ‍۱.۳ میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او کرنیز تولیدات واردوي.

تېره اونۍ روسیې له پولنډ نه عامه روغتیا د اندېښنو پر اساس د کرنیزو تولیداتو پر واردولو بندیز ولګاوه خو شنونکو بیا د روسیې دغه اقدام د اوکراین په برخه کې د پولنډ لویدیځ پلوی دريځ ځواب بولي.

پر روسیې لومړني بندیزونه هغه وخت ولګول شول چې دوی کریمیا د خپلې خاورې سره یوځای کړه.

اوس پر روسیې تور لګول کېږي چې د اوکراین په ختیځو سیمو کې د وسلوالو یاغیانو ملاتړ کوي.

د اروپايي اتحادیې وروستیو بندیزونو د پوتین نږدې ملګري لکه میلیاردر ارکادی روټنبرګ په نښه کړي.

د دې تر څنګ د اروپايي اتحادیې په بندیزونو کې د روسیې د تیلو صادرات او دفاعي تکنالوژۍ هم شاملې دي چې له کبله یې د لوېدیځ پانګوالو ته د روسیې د حکومتي بانکونو لاسرسی اغېزمن شوی دی.

ورته مطالب