د بنسټیزو حجرو ساینس پوه مړ موندل شوی

Image caption د پېښې په اړه د ځان وژنې ګومان کېږي.

یو۵۲ کلن جاپانی ساینس پوه پروفیسور یوشیکي سسای چې د بنسټیزو حجرو په یوې بې پایلې او رسوا شوې څېړنه کې ښکېل و، په خپل لابراتوار کې مړ موندل شوی.

د پېښې په اړه د ځان وژنې ګومان کېږي.

نوموړی د یوې پلټنې نه وروسته د ناوړه چلند په برخه کې سپین بلل شوی خو د تېروتنې له کبله پرې نیوکې شوې وې.

د نړۍ له ګوټ ګوټه ساینس پوهانو د دغه نامتو څېړونکي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

د نوموړي د کار د ځای (ریکن) مشر ویلي چې د سسای ځایناستی پیدا کول ګران کار دی.

پروفیسور سسای د بنسټیزو حجرو نه د نورو لکه د سترګو او مغزو حجرو د جوړولو په برخه کې ډېر شهرت ترلاسه کړی و.

نوموړی د جاپان په غربي سیمه کوبي کې د ریکن په دفتر کې د یوه امنیتي کارکونکي له خوا مړ موندل شوی و.

پروفیسور سسای چې د ریکن مرکز مرستیال مشر و، د ساینس پوهانو په ټولنه کې یې ډیر درناوی درلود.

خو د سږ کال په پیل کې دوو هاغو څېړنو چې ده یې مشري کوله لانجمنې پایلی درلودې ځکه نورو ساینس پوهانو و نه شو کولی چې ترې کار واخلي.

دغه دوه څېړنو چې د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې خپرې شوې ښودله چې که نورمال حجرې د ۳۰ دقیقو لپاره په تېزابو کې کېښودل شي نو شونې ده چې نورې ریښه يي حجرې ترې جوړې کړای شي.

د دغو څېړونو پایلو د پرمختیايي بیولوژۍ او روغتیايي ساینس په برخو کې ډیرې هیلې را ژوندۍ کړې وې.

خو وروسته څرګنده شوه چې د څېړنو ادعا شوې پایلې او ګټې حقیقت نه لري او عملي کول یې شونې نه دي.

د درواغو او درغلۍ په دغه قضیه کې د بنسټیزو حجرو د څېړنو پیلونکی ډاکټر هروکو اوبوکاتا پر ناوړه چلند محکوم شوې و خو پروفیسور سسای له پلټنو وروسته سپین ختلی و.

سره له دې، پر پروفیسور سسای د ډاکټر هروکو له کارو په نا سم ډول د څارنې له کبله نېوکې شوې وې.

هغه مهال پروفیسور سسای ویلي و چې دی "په ژور ډول شرمېدلی" دی او په دغه رسوایۍ کې د خپل رول په اړه خواشینی دی.

ورته مطالب