چین کې د زلزلې قربانیانو شمېر ۶۰۰ ته رسېدلی

د انځور حقوق XINHUA
Image caption ژغورونکي له کنډوالو د مړو رایستلو بوخت دي.

چینايي چارواکي وايي، په یونن ولایت کې د تېرې زلزلې د قربانیانو شمېر ۶۰۰ کسانو ته نژدې شوی.

چین کې د زلزلې قربانیانو شمېر ۶۰۰ ته رسېدلی

چینايي چارواکو ویلي، لاهم په یونن ولایت کې د زورورې زلزلې له کبله له کنډواله شویو ځایونو مړي راوباسي.

چین وايي، په دې زلزله کې د وژل شویو خلکو شمېر ۶۰۰ ته نژدې شوی دی.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د ریختر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې غرنۍ سیمه او یونن ولایت ته ټکان ورکړ.

زلزلې او ځمکې ښویېدو زرګونه کورونه ویجاړ کړي او زیانمن کړي دي.

د چین د ملکي چارو وزارت ویلي، په زلزله کې ټول ټال ۵۸۹ کسان وژل شوي او نهه نور تري تم دي، او تر ۲۴۰۰ ډېر خلک ټپیان شوي دي.

د زورورې زلزلې له کبله زیاتره سړکونه ویجاړ او تړل شوي دي.

د زلزلې مرکز په لانګټوشان ښار کې ښودل شوی، چې نرۍ غونډې او تنګ سړکونه پکې دي.

چین د زلزلې ځپل شوې سیمې ته زرګونه پوځيان او ژغورونکي استولي وو.

دوی هلته زیانمنو شویو خلکو ته خېمې، خواړه او د ژوند لومړني توکي وړي وو.

ژغورندویې ډلې هڅه کوي، چې ویجاړ شوي سړکونه بېرته ورغوي د باران له کبله ویجاړۍ جبیره کړي.

د انځور حقوق XINHUA
Image caption زلزلې تر ۲۴۰۰ ډېر خلک ټپیان کړي دي.

چارواکي د رضاکارانو د یوې ډلې جوړولو غوښتنه کړې، چې هلته پاتې شي او په سیمه کې مرسته وکړي.

د چین جنوب لوېديځ سیمه پر هغه کرښه پرته ده، چې ډېر کله پکې زلزلې کېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې د چین سیچوان کې د ریختر په کچه ۷.۷ درجې یوې زورورې زلزلې لسګونه زره خلک ووژ.

په یونن کې په ۱۹۷۰ کال کې هم یوې زلزلې لږترلږه ۱۵۰۰۰ کسان وژلي وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مرستې رسولو لړۍ له دې کبله ورو روانه ده، چې ځپل شوې سیمه غرنۍ ده
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لویو ډبرو ښویېدو له کبله د بندو شویو لارو د پرانیستلو هڅې کېږي

ورته مطالب