مصری کومیډي لوبغاړی سعید صالح ومړ

سعید صالح د انځور حقوق d
Image caption سعید صالح په څه باندې ۵۰۰ فلمونو او نژدې ۳۰۰ کومیډي ټوټو کې لوبېدلی دی.

تر څو کلنۍ ناروغۍ وروسته د مصر د کومیډي سینما یو بل ستوری سعید صالح په قاهره کې د ۷۶ کلونو په عمر ولوېد.

په ۱۹۳۸ کال کې زوکړه شوي سعید په ادبیاتو کې تر لیسانس ختمولو وروسته خپل هنري ژوند پیل کړ.

نوموړي د قاهرې له پوهنتون نه خپل هنري کارونه پیل کړل، او تر ډېره یې په کومیډي ډرامو کې د مصري ټولنې ریښتنی انځور وړاندې کاوه:

خبریال او هنري ناقد وليد ابو السعود، سعید صالح یو بااستعداده شخصیت بولي: ''سعید د اوسني نسل تر ټولو لوی استعداد لرونکی هنرمند و، ده ان له لویو هنرمندانو لکه عادل امام، احمد زکي او محمود عبدالعزیز سره ځان سم کړی و''.

که څه هم سعید پخپله ژبه او هنري کارونو کې ډېر تېز و، خو ځینې وخت یې پخپل هنري کار کې له خپلو هنري پولو پښې هاخو اېښودې، همدا وو چې په یوه سپکوونکي کومیډي متن کې یې د مصر د پخوانیو ولسمشرانو جمال عبدالناصر، انور سادات او حسني مبارک پښې وهلې وې، چې پایله کې یې ټیک شپږ میاشتې بندي شو.

ایفکټ:

سعید صالح تر مړینې څو ورځې مخکې له هنري کارونو سره خدای پاماني وکړه، خو د هغه د نامه په اورېدو سره د سړي ذهن ته د "سلام ملګریه" فلم انځورونه مخې ته ودرېږي.

سعید صالح په څه باندې ۵۰۰ فلمونو او نژدې ۳۰۰ کومیډي ټوټو کې لوبېدلی دی.

نوموړی د خپل عمر په وروستیو کې د "زهایمر"، "مهم ماموریت، او "د ولسمشرۍ د فرمان له مخې جواز" فلمونو کې لوبېدلی دی.