جینیوا کې د امریکايي او ایراني چارواکو خبرې

د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه د ایران لخوا د دغې لیدنې په اړه اعلامیه نه ده خپره شوې.

د ایران او امریکا استازو په دوه اړخیزه ناسته کې د ایران د استوي پروګرام په اړه خبرې کوي. دغه لیده کاته له مخکې نه دي اعلان شوي.

د اګست په اوومه د پنجشنبې په سهار ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چې د ایران او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو مرستیالانو په کچه دوه اړخیزې خبرې اترې په جینیوا کې پیلېږي.

دغه خبرې اترې به د ایران د بهرنیو چارود وزیرانو مرستیالان عباس عراقچي، مجید تخت روانچي ، د ایران د استوي خبرو د ډلې غړي او مرستیال ویلیام برنز، چارواکی وندي شرمن د دواړو هېوادونو یو شمېرکارپوهانو په ګډون سره به تر سره شي.

د ایران رسمي خبري اژانس د مذاکره کوونکو د یوه غړي له خولې لیکلي،"د اختلافي موضوعاتو او ارزونې په اړه د خبرو دوام په خپل ذات کې د دواړو خوا د نظرونو نژدې کول دي"

په تېر نومبر میاشت کې ایران او ۱+۵- هېوادونه چې په دې کې امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین، روسیه، جرمني او د اروپايي ټولنې په مشرۍ د ایران استوي دوسیې د څېړلو پر پروګرامونو لومړنۍ هوکړې ته سره ورسیدل چې په دې ترڅ کې به ایران خپل استوي پروګرامونه محدود وي او پر دغو پروګرامونو به نړیوال نظارت ته پراختیا ورکوي د دې په مقابل کې به لویدیځ هېوادونه پر ایران له اقتصادي بندیزونو ډډه کوي او تر یوې کچې به ایران په بهر کې د ایرانیانو هغو کنګل شو پیسو ته لاسرسی پیدا کوي چې بندیز پرې لیګیدلي و.

د دغه پریکړه لیک مهال د اجرا کیدلو له وخت نه تر شپږومیاشتو پورې ټاکل شوی و، چې تېره میلادي میاشت دغه وخت پای ته ورسید، تمه کیده چې په دې فرصت کې به دواړه خواوې بشپړې هوکړې ته ورسیږي او ایران استوي موخوته به د نړیوالو پام ور واوړي، نړیوال او دوه اړخیز بندیزونه به پای ته ورسیږي.

خو دغه هوکړه رامنځ ته نه شوه، دواړو خواو ومنله چې د لومړنۍ هوکړې وخت تر څلورومیاشتو یعنی تر ۲۴ د نومبره پورې وغځوي او په دې وخت کې به وروستۍ هوکړې ته د رسیدو لپاره کوښښ ته دوام ورکړي.

ویل کېږي چې د هوکړې نه رامنځ ته کیدو اصلي لامل، د یورانیمو د بډاینې ظرفیت او کچې په اړه د نظرونو بېلوالی دی.

تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایراني او امریکايي چارواکو د دغې لیدنې په اړه اعلامیه نه ده خپره کړې.

ورته مطالب