وسلوالو ۱۴ یمني پوځيان "اعدام" کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یمن پوځ حضرموت کې القاعده پسې اخیستې وه.

د القاعدې اړوندو شکمنو وسلوالو سیئون ښار ته څېرمه په یوه کلي کې له خدمت نه ستنېدونکو یمني پوځيانو ته کمین نیولی.

د یمن پوځ وايي، په دې کمین کې لږترلږه ۱۴ یمني پوځيان د هېواد په جنوب ختیځ حضرموت ولایت کې تر تښتول کېدا وروسته وژلي دي.

پوځي چارواکو دا هم ویلي، چې وسلوال د القاعدې شبکې اړوند کسان دي، او له یوه موټر نه یې پوځيان کوز کړي دي.

کمین شیبام ښار ته څېرمه نیول شوی، یوه نژدې کلي ته پوځيان وړل شوي او هلته اعدام شوي دي.

سیمه ییزو خلکو د څوارلسو پوځيانو مړي د سیئون ښار پر یوه سړک موندلي، چې ویل کېږي تر تښتول کېدا درې ساعته وروسته، په مرمیو ویشتل شوي.

دا پېښه په یمن کې یوه ورځ وروسته تر هغه وشوه، چې ۱۱ وسلوال او څلور یمني پوځيان په نښته کې ووژل شول.

د یمن پوځ وړاندې ډېره هڅه لرله، چې د حضرموت درې واک ترلاسه کړي.

په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې شبکه د یمن سوېل ختیځو سیمو د نیولو هڅه کوي.

دا هغه سیمې دي، چې د مخکني ولسمشر علي عبدالله صالح پر ضد ولسي پاڅونونه پکې شوي وو.

د تېر مارچ پر ۲۴، د یمن ختيځ حضرموت ولایت د پوځ د تلاشي پر یوې پوستې وسله والو کسانو په یوه برید کې لږترلږه ۲۰ یمني پوځيان وژلي وو.

ورته مطالب