د عوامي لیګ پر مشر طاهرالقادري د وژنې تور لګیدلی

د انځور حقوق AFP
Image caption طاهر القادري چې څو کاله په کاناډا کې جلاوطنی و، په ۲۰۱۲ کال کې سياست ته د ورګډېدو په موخه پاکستان ته ستون شو

د پاکستان د پولیسو له خوا د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د پاکستان د عوامي لیګ پر مشر طاهر القادري او د ده د ګوند پر کار کوونکو د یوه پولیس د وژلو تور پورې شوی.

دغه دوسیه د لاهور د نصیر اباد سېمې د پولیسو مرکز ته وړاندې شوې او د وژنې د دسیې جوړولو او ترهګریزو کړنو تورونه لګول شوي دي.

د نصیر اباد پولیس د مرکز یوه کارکوونکي اصف بي بي سي ته وویل، د جمعې په شپه محمد اشرف پیاده روان وه چې د عوامي تحریک کارکوونکو پرې برید وکړ.

ده وویل، چې محمد اشرف په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو، خو په روغتون کې يې ساه ورکړه.

همدارنګه په تېرو رپوټونو کې راغلي و چې د پاکستان پنجاب کې د حکومت ضد ملا طاهر القادري پلویانو او پوليسو ترمنځ نښتو کې لږترلږه ۶ کسان وژل شوي دي.

نښتې چې لاهور ته د غځېدلو لارو د تړلو پايله کې شوې، څلور تنه لاريونيان او دوه پوليس په کې وژل شوي دي.

ټاکل شوې وه، ښاغلی قادري په لاهور کې يو لوی لاريون وکړي، خو اوس يې خپلو پلويانو ته ويلي له دې تکل دې تېر شي.

دغه ګام تر يوه بریده په جون کې د هغه لاريون په غبرګون کې شوی چې د قادري لږترلږه اته پلویان په کې وژل شوي.

طاهر القادري وايي، تازه تاوتريخوالی د جمعې پر ورځ(اګست ۹) هغه مهال پيل شو چې پوليسو په لاهور کې د ده له کور سره نژدې د احتجاجيانو راغونډېدو د مخنیوي هڅه کوله.

د ده استازي وايي، اوه تنه پلويان يې د پوليسو په ډزو وژل شوي دي.

پوليس بيا وايي، دوی اوښکې بهونکی غاز کارولی، او د دوو پوليسو پر مړينې سربېره يې شل تنه نور ټپيان شوي هم دي، دوی وايي، ۵۰۰ احتجاجيان يې نيولي دي.

طاهر القادری چې څو کاله په کاناډا کې جلاوطنی و، د ۲۰۱۲ کال دسمبر کې سياست ته د ورګډېدو په موخه پاکستان ته ستون شو، او وروستی ځل چې په تېر جون کې خپل ټاټوبي ته ستنېده، سفر يې له ستونزو سره مخامخ و.

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې وه، ښاغلی قادري په لاهور کې يو لوی لاريون وکړي

ښاغلی قادري د پاکستان عوامی غورځنګ ګوند مشر دی، چې د لومړي وزير نواز شريف حکومت يې فاسد بللی دی.

دی وايي غواړي د نواز شريف پر وړاندې سوله ييز احتجاجونه وکړي، چې په وينا یې د بې کارۍ او پرله پسې برېښنا شلون په څېر بنسټيزو ستونزو حل کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي قادري د نواز شريف پر ځای د پوځ په ملاتړ د يوه حکومت راتلو غږ کړی، خو دا خبره يې رد کړې چې ګنې پوځ يې ملاتړ کوي. پتېیل شوې یو بل مخالف مشر عمران خان هم د پنجشنبې پر ورځ د اګست ۱۴ مه، چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ده، پر اسلام اباد لاريون وکړي.

دی بيا وايي، د تېر کال پارلماني ټاکنو کې چې ګوند يې انصاف غورځنګ په کې دوهم راغلی، درغلی شوې وې.

د عمران خان له دغه لاريون مخکې پوليسو د اسلام اباد چاپېر ډېرې لاړې تړلې دي.

ورته مطالب