د عراق پر اسلامي سخت دریځو د امریکا هوايي بریدونه

د انځور حقوق AFP
Image caption دا درېيم ځل دی چې امريکا په عراق کې هوايي بريدونه کوي

د امريکا پوځ ويلي، د عراق په شمال کې يې د اسلامي دولت جنګياليو په نښه کولو لپاره نور هوايي بريدونه کړي دي. دا له هغه راهيسې چې ولسمشر اوباما زرغونه اشاره ورکړې، درېيم ځل دی چې امريکا په عراق کې هوايي بريدونه کوي.

د پنټاګون يوه وياند بي بي سي ته وويل، د امريکا الوتکو او بې پيلوټه الوتکو د هغو جهاديانو زغروال ګاډي ويجاړ کړي، چې غرونو ته پر تښتېدلو ايزيدي لږکيو يې بريدونه کول. ده وويل، دا هوايي بريدونه له هغه بمبارۍ بېل دي چې د شنبې پر ورځ (اګست ۹) د کردي جنګياليو په ملاتړ چې له اربيل سره نژدې د اسلامي دولت جهاديانو توپخانه يې ګواښي وشول. دغلته له عراقي ځواکونو سره په يوه ګډ عملياتي مرکز کې د امريکا شاوخوا ۴۰ اتباع موجود دي.

پرون مخکې له دې چې په خپلې دوې اونيزې رخصتۍ لاړ شي ولسمشر اوباما وويل، د امريکا لومړي هوايي بريد هغه وسلې او زېرمې ويجاړې کړې چې د عراق کوردانو پر مرکز اربيل باندې برید کې کارېدی شوی.

امريکا په دغه ښار کې يوه کونسلۍ هم لري، ده وويل، د عراق ناوړه کېدونکي امنيتي حالت سمول وخت نيسي، او دې ته يې اشاره وکړه چې د امريکا مداخلې د عراق تر ډېره کمزوري امنيتي ځواکونو لپاره د دې وخت زيات کړی چې بيا سره سمبال شي او له باور وړ ځواک سره د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې ودرېدلی شي:" تر ټولو مهم مهالوېش چې زما پام پرې راغونډ دی، د عراق حکومت جوړېدل او بشپړېدل دي، ځکه د يوه عراقي حکومت په نشتوالي کې به دا ډېره سخته وي چې د داعش پر وړاندې د عراقيانو له لوري د يوالي کومه هڅه وشي. موږ هوايي بريدونه کولی شو، خو په پای کې دې ستونزې ته د امريکا کومه پوځي حل لاره نه شته. د دې لپاره به يوه عراقۍ حل لاره وي، چې امريکا او نور ملګري هېوادونه به يې ملاتړ کوي، او دا تر هغې شونې نه ده چې يو قانوي عراقی حکومت نه وي".

امريکا د ديني لږکيو مسحيانو او ايزيديانو لپاره، چې د اسلامي دولت اورپکو له لوري له خپلو مېنو ايستل شوي، او اوس د عراق شمال کې په يوه غره کې پټ دي، څو ځله له هوا خواړه او اوبه ورغورځولې دي.

په دې سېمه کې د يوې شونې ټولوژنې مخنيوی د دغه ماموریت يوه موخه ده، او اوس د دې احساس شته، ګنې په داسې حال کې چې هوايي بريدونه پر اربيل د اورپکو يون ټکنی کولی شي، د بې کوره شويو وګړيو ژغورنه بيا کېدی شي اوږد وخت نيسي.

Image caption په دې سېمه کې د يوې شونې ټولوژنې مخنيوی د دغه ماموریت يوه موخه ده

خو بيا هم د امريکا ولسمشر ټینګار وکړ تر ټولو مهمه خبره د عراق حکومت جوړول دي، چې د خپل هېواد ستونزه په خپله حل کړي:" فکر نه کوم چې دا ستونزه دې په اوونیو کې حل کړو، د دې لپاره چې د عراق امنيتي ځواکونه په سني سېمو کې د خپلو وګړو په ملاتړ عميليات وکړي، او اغېزناک فعاليت ولري، بايد ځان ورغوي، سمبال شي او روښانه سټراټيژي ولري. دا ټول له يو داسې حکومت سره تړاو لري چې عراقيان او د عراق پوځ پرې باور ولري".

ولسمشر اوباما يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چې مځکني ځواکونه به نه استوي، او وروستۍ نظرپوښتنه هم ښيي چې د امريکایانو لوی اکثريت د دې ډول پرېکړې ملاتړ کوي.

دغه توندلارې ډله چې پخوا په عراق او سوريه کې اسلامي دولت يا په لنډ ډول داعش نومېده، په تېرو څو مياشتو کې د عراق شمال کې د موصل نيولو وروسته د دغه هېواد پر ډېرو شمالي سېمو او ښاورونو ولکه وکړه، او ګوتڅنډنه کوي چې د عراق پر نورو سېمو د ولکې یون به روان ساتي.

په هغو سېمو کې چې لاندې کړې يې دي، پر دغې ډلې د وار وار ډله ييزو ټولوژنو تورونه لګېدلي دي.

ورته مطالب