استرالیايي جوړه: ناروغه ماشوم مو نه و خوشی کړی

Image caption دغه ماشوم د سروګېټ له لارې د یوې تایلنډې ښځې له رحمه زېږېدلی چې اوس اووه میاشتنۍ دی.

یوې استرالیايې جوړې ډېوېد فرنیل او وینډي فرنیل هغه تورونه رد کړل چې ګواکې دوی خپل معذوره ماشوم چې (ګامي) نومېږي، بدیلې تایلنډۍ مور ته خوشې کړی و.

استرالیايي جوړې دغه ماشوم د سروګېټ له لارې د یوې تایلنډې ښځې (پترامون چنبوا) له رحمه زېږولی و چې اوس اووه میاشتنۍ دی.

سروګېټ داسې یوه پروسه ده چې له لارې یې د یوه نارینه نطفه او د یوې مېرمنې پښت یا هګۍ په یوه ټیسټ ټیوب (کوچني ټیوب) کې ایښودل کېږي.

وروسته بیا دغه ټیسټ ټیوب د یوې بلې دریم ګړې ښځې رحم کې ځای پر ځای کېږي.

خو شرط دا دی چې د دریم ګړې مېرمنې رحم روغ وي او ماشوم وکړای شي پکې وده وکړي.

دغه ډول بیا دریم ګړې میرمن دا ماشوم په خپل رحم یا نس کې روزي او نهه میاشتې وروسته يې په نورماله توګه زېږوي.

ځیني مېرمنې او هم نارینه له طبي پلوه نه شي کولای چې اولاد وزېږوي.

کله کله بیا ستونزه د یوې مېرمنې په رحم کې وي او نه شي کولای چې ماشوم په خپل نس کې وروزي.

ځکه نو کومه دریم ګړې ښځه چې د دغې پروسې له لارې ماشوم وزېږوي نو اصلي مور نه بلل کېږي بلکه د (سروګېټ مور) په نوم یادېږي.

دغه ډول کوم ماشوم هم چې د سروګېټ پروسې له لارې پیدا شي نو د (سروګېټ ماشوم) په نوم یادېږي.

نوموړې استرالیايي جوړې د همدغه سروګېټ پروسې له لارې غوښتل ماشوم تر لاسه کړي.

خو تایلنډې سروګېټ مور یې پترامون چنبوا غبرګوني وزېږول.

یوه نجلۍ چې روغه وه او بل هلک چې په ناروغه او معیوب حالت کې وزېږېد.

په پیل کې ویل شوي وو چې اصلي مور او پلار یې روغه نجلۍ له ځان سره استرالیا ته بوتله خو ناروغه هلک یې تایلنډې سروګېت مور چنبوا ته پرېښود.

اغلې چنبوا ویلي وو چې استرالیایې جوړې هلک ځکه خوشې کړ چې دی ناروغه او معذوره و.

کله چې دا خبر پر انټرنټ خپور شو نو په ټوله نړۍ کې د کلک غبرګون او پارونې لامل شو.

د انټرنټ له لارې د دې ناروغه ماشوم د درملنې لپاره کابو یو نیم لک ډالر مرسته هم راټوله شوه.

خو استرالیايي جوړه دا ردوي چې ګواکې دوی ناروغه هلک پرېښې و. دوی وايي چې خپل ځوی بیرته غواړي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته تایلنډۍ سروګېټ مور له خپلۍ پخوانۍ خبرې واوخته او د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره یې په مرکه کې وویل:

"ما خپله نه غوښتل چې استرالیايې جوړه ناروغه ماشوم له ځانه سره ویسي. رښتیا خبره همدا ده. ځکه ما وېره لرله چې ښایي دوی دغه هلک د ناروغۍ له کبله کومې بلې ادارې ته وسپاري او خپله یې ونه روزي".

نوموړې وايي چې چمتو نه ده ناروغه هلک استرالیايي جوړې ته ورکړي.

اوسمهال په محکمه کې په دې اړه د پرېکړې په موخه قضیه روانه ده.