کېري: عراق کې د ثبات لپاره د نوي حکومت تشکیل اړین دی

د انځور حقوق AFP
Image caption نوری المالکي پر ولسمشر فواد معصوم تور پورې کړی

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، عراق کې ثبات لپاره د یوه حکومت تشکیل ضروري دی، نوموړي د عراق لومړي وزیر نوري المالکي ته خبرداری ورکړی، چې د دغه بهیر مخه و نه نیسي.

د ښاغلي کېري دغه بیان له هغه وروسته راغلی، چې لومړي وزیر نوري المالکي وویل، د خپل هېواد ولسمشر به د ده په وینا د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو له کبله محکمې ته بوځي.

نوموړی پر ولسمشر فواد معصوم تور پورې کوي، چې د نوي لومړي وزیر ټاکنې لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل نه یې ګټه نه ده پورته کړې.

د عراق لومړی وزیر نوري المالکي په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي وه، چې غواړي د خپل هېواد ولسمشر فواد معصوم د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو له کبله نن محکمې ته بوځي.

ویل کېږي چې له دغې وینا وروسته تېره شپه د بغداد ستراتېژیکو برخو کې د ښاغلي المالکي وفادار پوځيان ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي په هغه وینا کې چې د یکشنبې په ماښام(اګست ۱۰) د عراق له دولتي تلویزیونه خپره شوه، ولسمشر معصوم د قانون پر وړاندې په کودتا تورن کړ.

د نوموړي دغه اقدام عراق په داسې حال کې یوه نوي سیاسي بحران ته بیايي، چې اسلامپاله اورپکي ډلې، اسلامي دولت د دغه هېواد پراخې سیمې نیولې دي.

د انځور حقوق
Image caption مالکي، په تلویزیونه وینا کې ولسمشر معصوم د قانون پر وړاندې په کودتا تورن کړ

ښاغلی مالکي، چې د خپلو شیعه پلویانو په شمول د یو شمېر کسانو لخوا د ګوښه کېدو له غوښتنو سره مخامخ دی، په اپریل میاشت کې د بې نتېجې انتخاباتو پایله کې د دریم ځل لپاره په خپل مقام پاتې کېدل غواړي.

ښاغلي مالکي پر ولسمشر فواد معصوم تور پورې کوي، چې د سیاسي اهدافو لپاره یې د نوي لومړي وزیر ټاکنې لپاره وروستۍ ټاکلې نېټه له لاسه ورکړې.

په غبرګون کې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د عراق اساسي قانون د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د ولسمشر بشپړ ملاتړ کوي.

د ښاغلي مالکي اړوند ګوند، تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چې نوموړی د دریم ځل لپاره لومړی وزیر وټاکي.

د مهمو سېمو لاندې کېدو له کبله د ده د ګوښه کېدو لپاره غوښتنې رابرسېره کړې

ورته مطالب