ایران او امریکا د عبادي د لومړي وزیر کېدو هرکلی وکړ

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما: د امریکا پوځي مداخله د عراق ستونزه نه شي حل کوی

ولسمشر اوباما په هغه کس چې د عراق د راتلونکي صدر اعظم په توګه معرفي شوی ټينګار کړی، يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، چې هېواد يو موټی او د اسلامي دولت له جهادي ډلې سره جګړه وکړي.

ښاغلي اوباما د حيدر العبادي ګومارنه د مخ وړاندې تګ لپاره يوه ژمنه وبلله:

"د نوي مشرتابه پر وړاندې سخت کار پروت دی، دا بايد د پراخ بنسټه حکومتولی او د داسې ګامونو له لارې چې د ټينګ هوډ څرګندونه وکړي د خپلو خلکو باور بيا ترلاسه کړي. امريکا د داسې حکومت ملاتړ ته چمتو ولاړه ده چې د عراقي ولس اړتياوو او شکايتونو ته ځواب ووايي. موږ همداراز په عراق کې د ترهګرۍ ضد ننګونو او د بشري کړکېچ د هواري په برخه کې له سيمه ييزو حکومتونو سره هم کار کولو ته چمتو يو". د ایران د ملی امنیت شورا د دارالانشا مشر علی شمخانی یوه ورځ له هغه وروسته چې حیدرالعبادي د اعراق د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو عبادي او د اعراق سیاسي ګوندونو ته مبارکي وویله.

تېره دوشنبې (اګست ۱۱) حیدرالعبادي د عراق لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او د نوری المالکي څوکۍ یې خپله کړه.

ښاغلي اوباما د لرې شوي لومړي وزير نوري المالکي چې وېشونکې څېره ده او له بيا ټاکل کېدو سره يې شيعه متحدان هم مخالف دي، د نوم يادونه و نه کړه.

ښاغلي مالکي له لومړي وزارت نه خپل لرې کیدل په سختو ټکو غندلي وايي، چې د عراق له اساسي قانون نه سرغړونه شوې ده.

همدارنګه د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي وه، عراق کې ثبات لپاره د یوه حکومت تشکیل ضروري دی.

نوموړي د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي ته خبرداری ورکړی وه، چې د دغه بهیر مخه و نه نیسي.

د ښاغلي کېري دغه بیان له هغه وروسته راغلی وه، چې نوري المالکي ویلي وه، د خپل هېواد ولسمشر به د ده په وینا د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو له کبله محکمې ته بوځي.

نوموړی پر ولسمشر فواد معصوم تور پورې کړی وه، چې د نوي لومړي وزیر ټاکنې لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل نه یې ګټه نه ده پورته کړې.

نوري المالکي په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي وه، چې غواړي د خپل هېواد ولسمشر فواد معصوم د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو له کبله نن محکمې ته بوځي.

ویل کېږي چې له دغې وینا وروسته د بغداد ستراتېژیکو برخو کې د ښاغلي المالکي وفادار پوځيان ځای پر ځای شوي وه.

نوموړي په هغه وینا کې چې د یکشنبې په ماښام (اګست ۱۰) د عراق له دولتي تلویزیونه خپره شوه، ولسمشر معصوم د قانون پر وړاندې په کودتا تورن کړ.

ښاغلی مالکي، چې د خپلو شیعه پلویانو په شمول د یو شمېر کسانو لخوا د ګوښه کېدو له غوښتنو سره مخامخ و، په اپریل میاشت کې د بې نتېجې انتخاباتو پایله کې د دریم ځل لپاره په خپل مقام پاتې کېدل غواړي.

ښاغلي مالکي پر ولسمشر فواد معصوم تور پورې کوي، چې د سیاسي اهدافو لپاره یې د نوي لومړي وزیر ټاکنې لپاره وروستۍ ټاکلې نېټه له لاسه ورکړې.

په غبرګون کې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي وو، د عراق اساسي قانون د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د ولسمشر بشپړ ملاتړ کوي.

ورته مطالب