د یو ایس بي کارول او اړوندې اندېښنې

د انځور حقوق Getty
Image caption څلور کاله پخوا د ایران هستوي سیستم ته یو ایس بي په ذریعه ویروس ور دننه شوی و

د کمپیوټر کارپوهانو د یو ایس بي په استعالولو اندېښنه ښودلی او د دې وسیلې کارونه یې تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. د جرمني په برلین ښار کې کارسټن نوهل او جیکب لیل په نامه څېړونکو د یو ایس بي په ذریعه د ویروس لېږدلو په ښودلو سره وویل، د دغه ګواښ نه د ژغورنې لپاره هېڅ کومه ځانګړې او عامه لاره نه شته. د یو ایس بي ادارې چارواکي وايي، د لا ډېرو خونديتوب لپاره یو ایس بي له دې نه هم خوندي ډول باندې جوړېدی شي.

نو څېړونو ښودلې چې یو ایس بي که چېرې بیخي خالي هم وي بیا هم ویروس ورتلی شي، او دا پر ګرځنده تیلېفون هم اغېز پرې باسي.

نوهل خبریالانو ته په خبرو کې وویل: "دا د نړۍ پای نه دی خو تر راتلونکو لسو کلونو پورې به زموږ ژوند تر اغېز لاندې وي په لنډ ډول داسې ویلی شو چې په یو ایس بي په پوره ډول باور نه شو کولی".

په ټوله نړۍ کې د یو ایس بي له لارې د معلوماتو لېږدول یوه اسانه او چټګه لاره ده، له دې لارې ویروس کمپیوټر ته دننه کېږي چې وروسته بیا کمپیوټر زیانمنوي.

څلور کاله مخکې د ایران په اتومي سیستم کې چې کوم ویروس دننه شوی و هغه هم د یو ایس بي له لارې ور دننه شوی و چې د ایران اتومي سیستم ته یې ډېر زیان اړولی و.

د یو ایس بي له رامنځ ته کېدو نه مخکې خلکو د معلوماتو لېږدولو لپاره له فلاپي ډسک نه کار اخیست. د یو ایس بي یوه ښه ځانګړنه له کمپیوټر سره د هغه د اسانه نښلول دي.

نوهل یوه یو ایس بي ته ویروس ور واچوه او بي بي سي ته یې دا څرګنده کړه چې څنګه د کمپیوټر له لارې د خلکو اکونټونه غلا کېدای شي.

ورته مطالب