دولس سوه افریقايي کډوال اسپانیا ته ننوتي

Image caption خبریالان وايي دا د کډوالو لوړه شمېره ده چې په دومره کم وخت کې اسپانیا ته اوړي.

په دوو ورځو کې څه باندې ۱۲ سوه افریقايي کډوال په غیر قانوني توګه د بحر له لارې اسپانیا ته ننوتي دي.

د اسپانیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بحر له لارې د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی په شمالي افریقا کې په دوو اسپانیوي سیمو کې د ځمکنیو پولو د ښې څارنې پایله ده.

چارواکي وایي چې اسپانیا ته اوښتي کډوال د افریقايي هېوادونو دي. دوی زیاتوي چې د مراکش او اسپانیا ترمنځ د کډوالو د مخنیوي په برخه کې همکاري د پخوا په شان پیاوړې ده.

له ماډرېډ نه د بي بي سي خبریال ټام بریج په خپل رپوټ کې لیکي چې په دوو ورځو کې د هوا ښه حالات هم د دې لامل شو چې په ګڼ شمېر کې کډوال اسپانیا ته واوړي.

خبریالان وايي دا د کډوالو لوړه شمېره ده چې په دومره کم وخت کې اسپانیا ته اوړي.

اوس مهال د کډوالو د ساتلو په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شوې او دولتي چارواکي د اسپانیوي مطبوعاتو هغه رپوټونه ردوي چې ګواکې مراکش نه دی توانیدلی چې په خپله خاوره کې د افریقايي کډوالو مخه ونیسي.

چارواکي وايي اسپانیا ته اوښتي څه باندې ۱۲ سوه کډوال په وړو کښتیو کې ورغلي وو چې ساحلي ساتونکو ژوغورلي دي.

د چارواکو په وینا یوازې په یوه ورځ کې ۹۲۰ کسان په ۹۴ کښتیو کې اسپانیا ته په اوښتو بریالي شوي دي چې ۱۱۶ ښځې او ۲۶ ماشومان هم په کې شامل دي.

رپوټونه وايي چې د چهارشنبې په ورځ هم ۶۰۰ کسانو هڅه وکړه چې اسپانیا ته واوړي خو مخه یې ونیول شول او هڅه یې ناکامه شوه.

ویل شوي چې دغه افریقايي کډوال په اروپايي هېوادونو کې د ښه ژوند او کار په هیله له خپلو هېوادونو اسپانیا ته راغلي دي.

ورته مطالب