فرانسه عراقي کردانو ته وسلې ورکوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption کردي ځواکونه د اسلامي دولت له جنګیالیو سره په جګړه کې ښکېل دي. د دغه کړکېچ له امله زرګونه خلک بې ځایه شوې دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسویس هولنډې اعلان کړی چې فرانسه به "په راتلونکو څو ساعتونو کې" د عراق کردانو ته وسلې ورکړي.

فرانسوۍ رسنۍ وايي چې عراقي چارواکو د فرانسې له دغې پرېکړې سره خپله موافقه څرګنده کړې ده.

کردي ځواکونه د اسلامي دولت له جنګیالیو سره په جګړه کې ښکېل دي. د دغه کړکېچ له امله زرګونه خلک بې ځایه شوي دي.

راپورونه وايي چې امریکا هم کردي ځواکونو پیشمرګه ته د وسلو لېږد پیل کړی دی.

د ښاغلي هولنډې د دفتر په وینا پاڼه کې راغلي چې دوی دغه ګام د کردستان د ځايي چارواکو د بېړنیو مرستو د غوښتنې په ځواب کې پورته کړی دی.

په وینا پاڼه کې ویل شوي: "فرانسه له څو ورځو راهیسې د اسلامي دولت د جنګیالیو پر ضد د جنګېدونکو ځواکونو د عملیاتي ځواک د ملاتړ لپاره چمتووالی نیولی و".

وينا پاڼه زیاتوي "عراقي کردان له یو ناورین سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید له دوی سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي".

تر دې وړاندې، امریکا اعلان کړی و چې دوی د کردانو سیمې ته ۱۳۰ نور پوځي سلاکاران استولي دي.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل وویل، دغه امریکايي سلاکاران د عراق شمالي اربیل ښار ته د عراقي وګړو د مرستې لپاره رسېدلي دي.

نوموړي وویل، په دغو سلاکارانو کې سمندري پوځیان او ځانګړي ځواکونه شامل دي، چې په جګړه کې به برخه نه اخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو په عراق کې د "اسلامي دولت" پر جنګیالیو بمباري هم کړې ده.

دغو جنګیالیو د عراق له شمالي سیمو لسګونه زره لږکي له خپلو مېنو وتلو ته اړ کړي.

ملګري ملتونه وايي، لسګونه زره ولسي وګړو، چېایزیدیانپکې دي، د اسلامي دولت د جنګیالیو له وېرې د سنجار غرونو ته پناه وړې، چې اوس د "ژغورنې بېړنۍ مرستې" ته اړتیا لري.

ورته مطالب