بې حجابه؟ د ایران ولسمشر جالب ټویټ

د انځور حقوق
Image caption مریم میرزاخاني په دې وروستیو کې د ریاضي په څانګه کې د خپل زیار او لاسته راوړنو پخاطر د (فیلډ مډال) وګاټه.

د ایران ولسمشر په حیرانونکي ډول د لومړی ځل لپاره د یوې بې حجابه ښځینه ریاضي پوه انځور د خواله پر رسنۍ ټویټر خپور کړی دی.

د نوموړي د دغه کار پر وړاندې د خواله په رسنیو کې خلکو کلک غبرګون ښودلی دی.

دغه ریاضي پوه مریم میرزاخاني نومېږي چې ایرانۍ ده.

نوموړې په دې وروستیو کې د ریاضي په څانګه کې د خپل زیار او لاسته راوړنو پخاطر د "فیلډ مډال" وګاټه.

اغلې میرزاخاني لومړۍ ښځه ده چې د فیلډ مډال ګټلو ویاړ ور په برخه کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې اړه خپله خوښي په یوه ټویټ کې څرګنده کړه.

نوموړي په خپل ټویټ کې ویلي "مریم میرزاخاني ته دې مبارکه وي چې د فیلډ مډال لومړۍ ښځینه ګټونکې شوه او موږ ایرانیانو ته یې ویاړ را په برخه کړ".

خو په دې ټویټ کې د حیرانتیا خبره د ښاغلي روحاني له ټویټ سره تړلی انځور دی.

د انځور په یوه برخه کې دغه ریاضي پوه اغلې میرزاخاني په حجاب کې ښودل شوې. د قانون له مخې په ایران کې باید ښځې حجاب واغوندي.

خو د انځور په بله برخه کې نوموړې سر لوڅې څرګنده شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ایراني رسنیو کې سر لوڅې ښځې ښودل یو ډول د خطر سره کرښه ده.

دغه انځور تر ۳۰۰۰ ځلې هم ډېر ريټويټ (نورو ته لېږل) شوی او په انټرنټ باندې یې بې شمېره بحثونه را پارولي دي.

ډېرو د ولسمشر دغه کار دوه مخي بللې.

یوې تبصره کونکې په ټویټر لیکلي:

"آیا تاسو به دغه ډول ښځې تعلیم او بریا ته وهڅوئ؟ او که د تل په څېر به یې وځپئ؟".

بل کس بیا خپل ټویټ کې داسې وايي:

"ډیر خوشحاله یم چې ولسمشر روحاني د اغلې میرزاخاني انځورونه خپاره کړي".

داسې انګېرل کېږي چې په دې کار سره ښاغلي روحاني غوښتل له ایرانه بهر لایقو او با استعداده ښځو ته پیغام واستوي. موخه یې دا وه چې لایقه ایراني ښځې بهر ته لاړې نه شي، بلکه خپل وطن کې پاتې شي.

د ولسمشر په بل فارسي ټویټر حساب باندې د دې انځور پر وړاندې غبرګون هم همدغه خبره څرګندوي. یو کس په کې لیکلي:

"په دې کار سره به ځوانان په ایران کې تشویق شي. دوی دې ته مه مجبوروئ چې فکر وکړي، له وطنه بهر تلل یواځنۍ لاره ده. په وروستیو کلونو کې لسګونه زره ایرانۍ ښځې وطن خوشې کړی او د غوره کاري فرصتونو د لاسته راوړلو لپاره اروپا او شمالي امریکا ته تللي دي. اغلې میرزاخاني خپله هم د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته وطن خوشې کړی و او اوس په امریکا کې اوسېږي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د (ایران ورځپاڼې) د پنجشنبې ورځې مخ پاڼه.

نورو بیا فکر کاوه چې ولسمشر محافظه کاري کوي.

یوه په ټویټر لیکلي:

"فکر کوم ولسمشر غواړي دواړه غاړې خوشحاله وساتي...پر ډېرو ایراني ښځو د سم حجاب د نه اغوستلو له کبله نیوکې کېږي".

د ولسمشر د دې ټویټ پر وړاندې ډېر لږ شمېر خلکو غوصه ښودلې.

د ولسمشر د دغه زړه ور اقدام سربېره، د ایران رسنیو ورته غبرګون و نه ښود.

د (ایران ورځپاڼې) د میرزاخاني یو با حجابه انځور خپور کړ او نورو ورځپاڼو هم په زیرکۍ سره د انځور هغه برخه خپره کړه چې اغلې میرزاخاني په کې په حجاب کې څرګنده شوې.

په ایراني رسنیو کې سر لوڅې ښځې ښودل یو ډول د خطر سره کرښه ده چې رسنۍ نه غواړي له دې کرښې تېرې وکړي ځکه وېره لري چې د حجاب پر سپکاوي یا د اسلام ضد ارزښتونو ته په ودې ورکولو به تورن شي.

ښاغلي روحاني تر دې وړاندې هم د اسلامي حجاب د مسلې پر وړاندې نرم دریځ ښودلی دی.

د تېر کال په جولای میاشت کې هغه د نا سمو جامو اغوستونکو ښځو پر ضد د عملیاتو مخالفت کړی و.

د سږ کال په پیل کې ډېرو ښځو د حجاب سره تړلي له قوانینو سرغړونه وکړه او په فیسبوک یې خپل بې حجابه انخورونه خپاره کړل.

ورته مطالب