جرمني په جاسوسۍ تورن شو

د انځور حقوق Getty
Image caption د رپوټونو پر بنسټ ښاغلي کېري په دې تړاو له خپل جرمن سيال فرنک والتر شتنماير سره خبرې کړي دي.

د جرمني په رسنيو کې خپارۀ شوي رپوټونه وايي د دغه هېواد "د بهرنيو استخباراتو" ادارې د امريکا بهرنيو چارو د وزير جان کېري او د نوموړي د سلفې هېلري کلنټن ټيليفوني خبرې اورېدلي دي.

په "دېرشپيگل" مجلې کې راغلي چې دغه ټيليفوني خبرې اترې په تصادفي ډول اورېدل شوي او ثبت شوي غږونه سملاسي له منځه وړل شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ ښاغلي کېري په دې تړاو له خپل جرمن سيال فرنک والتر شتنماير سره خبرې کړي دي.

خبريالان وايي دغه راز رپوټونه جرمني لپاره شرموونکي ثابتېږي، په ځانگړې توگه وروسته له هغه چې جرمن چارواکو د صدراعظمې انگلا مرکل د ټيليفوني مکالمو د اورېدو پر سر له امريکا سره ناندرۍ ووهلې.

"در شپيگل" وايي د جرمني استخباراتي ادارې په ٢٠١٣ م کال کې، د ښاغلي کېري خبرې چې پر سټيلايټ ټيلفون يې کولې ثبت کړې وې.

د جرمني په ځينو نورو رسنيو کې د خپارۀ شويو رپوټونو پر بنسټ، د امريکا د پلټنو مرکزي ادارې (سي آى اې) ته له وړاندې شويو اسنادو څخه څرگندېږي چې جرمن څارگرو د هېلري کلنټن ټيليفوني خبرې هم هغه مهال اورېدلې وې چې آغلې کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وه.

د جرمني حکومتي سرچينو رسنيو ته ويلي دوى دغه ټيليفونې مکالمې په تصادفي ډول اورېدلي، او آغلې کلنټن په لوى لاس نه وه په نښه شوې.

دغه سرچينې وايي دا پېښه يواځې يو وار رامنځته شوې ده، خو د رسنيزو رپوټونو پر بنسټ دا يواځنۍ پېښه نه وه.

په برلين کې د امريکا د سفارت وياند په دې تړاو له څرگندونو ډه ډه وکړه.

که شوې ادعا گانې سمې ثابتې شي نو جرمني به له ستونزو سره مخامخه شي. د امريکا او جرمني ترمنځ اړيکي وروسته له هغه ترينگلي شول چې امريکا د جرمني په تړاو په جاسوسۍ تورنه شوه.

تېره مياشت د سي آى اې مشر وروسته له هغه له خپلې دندې لرې کړل شو چې مالومه شوه دغې ادارې د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل ټيليفوني خبرې اترې ثبت کړې وې.

ورته مطالب