لندن: په يوۀ کانټينر کې لسگونه کډوال موندل شوي

د انځور حقوق PA
Image caption بېړۍ د لندن تېلبري بندر ته راغلې وه

د لندن بندري چارواکي وايي په بېړۍ بار يوۀ کانټينر کې يې لسگونه کسان موندلي چې يو يې مړ شوى دى.

بېړۍ له بلجيم نه د لندن تېلبري بندر ته راغلې وه.

په کانټينر کې د راغلو کسانو په اړه فکر کېږي چې د هند پر نيمې وچې پورې اړه لري.

د ډېرى دغو وگړو روغتيايي حالت په يوۀ نژدې روغتون کې چټکۍ سره په ښۀ کېدو دى.

دا کسان په هغه بېړۍ کې وو چې نن سهار له بلجيم څخه انگلستان ته رارسېدلې وه.

د برتانېې د پوليسو يو افسر ټريور راى وايي، په بندر کې دغه کانټينر ته د کارکوونکو پام هغه مهال واوخت چې له منځه يې د خلکو چيغې او کوکارې واورېدل شوې.

"د بندر کارکوونکوي هغه مهال له دې خبر شول چې د کانټينر له منځه يې د خلکو چيغې اوکوکارې واورېدلې، له همدې امله يې په سم لاسي توگه گام واخيست او د کانټينر دروازه يې ماته کړه. پنځه ديرش کسان يې په کې وموندل. چې کوچنيان هم په کې دي."

د دې کانټينر له خلاصولو وروسته پوليسو په بيړۍ کې بار نور پنځوس کانټينرونه هم ولټول خو څوک يې ونه موندل.

پوليس وايي دا کسان به د کډوالۍ د قانون له مخې د کډوالو يوۀ مرکز ته بيول کيږي.

دا لا معلومه نه ده چې دغو وگړو کوم ځي ته ورتگ غوښتل او يا دا چې دا کانټينر په لومړي سر کې بلجيم ته له کوم ځاى څخه ورغلى وو، خو اوس په بلجيم کې پوليس وايي هغه لارۍ يې د امنتي کمرو په وسيله اخيستل شوو عکسونو څخه پېژندلې ده چې دا کانټينر يې راوړى وو.

د برتانېې د کډوالۍ او امنيتي چارو مرستيال وزير جيمز بروکنشاير وايي دې پېښې وښودله چې لاقانونه کډوالي تل ځان سره لوى بشري تاوانون لري.

" دا ډول کړنې د جنايي ډلو لخوا ترسره کيږي، ځکه نو د برتانېې حکومت د نورو اروپايي هېوادو اړوندو ادارو سره له نژدې کار کوي چې انساني قاچاق کې ښکېلې ډلې په آزاد ډول کار ونه کړاى شي."

پوليس وايي هغه کسان چې په روغتون کې د تداوۍ لاندې دي روغتيا يې اوس ښۀ ده.

له روغتون نه د باندې پوليس گومارل شوي دي.

برتانيا يو له هغه هېوادو څخه ده چې د حکومت له سختو گامونو سره سره يې هر کال ډېر شمېر کسان هڅه کوي چې په نا قانونه توگه دې هېواد ته پناه راوړي.

ورته مطالب