يوۀ هالنډي احتجاج په توگه اسراييلى مډال بېرته ورکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption اسراييلو په ٢٠١١ م کال کې ښاغلي زنولي او د نوموړي مور ته " په ملتونوکې رېښتونى" دولتي مډال ورکړ

يوۀ هالنډي وگړي د اسراييلو له لوري ورته ورکړل شوى مډال وروسته له هغه بېرته دغه هېواد ته وسپارۀ، چې په غزه کې يې د کورنۍ شپږ غړي د اسراييلي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.

هنک زنولي (چې ٩١ کاله عمر لري) اسراييلو له دې امله په مډال نازولى و چې په دويمه نړېواله جگړه کې يې يو يهودى ماشوم له نازيانو پټ ساتلى و.

ښاغلي زنولي په هاگ کې د اسراييلو سفارت ته د يوۀ ليک په استولو وويل چې نور دغه مډال له ځانه سره نه شي ساتلى.

هنک زنولي وايي پر غزې تړانگې د اسراييلي پوځ په وروستيو بريدونو کې، يوې اف-١٦ ډولې الوتکې د دۀ د ورور د کړوسۍ کور ويجاړ کړ او په کې مېشت ټول وگړي يې ووژل.

خو د اسراييلو سفارت د ښاغلي زنولي د کړنې په تړاو له غبرگون ښوولو ډه ډه کړې.

سپکاوى

اسراييلو په ٢٠١١ م کال کې ښاغلي زنولي او د نوموړي مور ته له دې امله " په ملتونوکې رېښتونى" دولتي مډال ورکړ چې له ١٩٤٣ م کال څخه يې تر ١٩٤٥ م کاله پورې، يوۀ ماشوم ته له نازيانو د پناه په ورکړه کې مرسته کړې وه.

دا جايزه هغو وگړو ته ځانگړې شوې چې په خپله يهودان نه دي خو د يهودانو د ټول وژنې يا "هولوکاست" پرمهال يې د يهودي وگړو ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړى وي.

د ښاغلي زنولي په ليک کې چې د اسراييلو په "هارټز" ورځپاڼه کې خپور شوى راغلي:

"په دغه راز يوۀ حالت کې د داسې يوۀ مډال ساتل، چې د اسراييلو د دولت له لوري ما ته راکړل شوى زما کورنۍ ته سپکاوى دى، زما د کورنۍ څلورم کول (نسل) خپل شپږ غړي په غزه کې له لاسه ورکړل. زما د مور د کړوسيانو انا، درې ترونه، يوه ترور او د تره يو زوى د اسراييليانو په لاس ووژل شول. "

د ښاغلي زنولي د ورور کړوسۍ يوه هالنډۍ ديپلوماته ده چې له يوۀ فلسطيني اقتصاد پوه سره يې واده کړى.

ښاغلى زنولي چې په خپله يو متقاعد (کور ناستى) حقوق پوه دى، پر غزې داسراييلو پر وروستيو پوځي عملياتو سختې نيوکې کوي او وايي دغه راز بريدونه ښايي د جنگي جنايتونو او د بشري ضد کړنو په تړاو احتمالي محاکمو او پړۀ پېژندنو ته لاره هواره کړي.

خو اسراييلو پر غزې د خپلو بريدونو دفاع کړې او وايي ځواکونو يې د فلسطينيانو خونديتابه لپاره بې ساري گامونه پورته کړي دي.

ورته مطالب