عراقیانو له امریکا د مالکي محاکمه غواړي

د انځور حقوق
Image caption په دې عریضه کې لاسلیک کول د روان اګست تر ۲۶ پورې دوام لري.

د سپینې مانۍ پر وېبپاڼې د عراقیانو هغه غوښتنلیک خپور شوی، چې د مخکني لومړي وزیر نوري المالکي د محاکمې غوښتنه یې پکې کړې او هغه یې یو جنګي مجرم ګڼلی.

په دې عریضه کې – چې د تېر جولای پر ۲۷ پکې سل زره لاسلیکونه راغونډ شوي- راغلي چې "د عراق ولس نوري المالکي جنګي مجرم ګڼي چې باید محاکمه شي؛ ځکه چې هغه انسانان وژلي، ولسي سني وګړي یې تیت پرک کړي دي ".

په عریضه کې د مالکي پوځ هم د یو میلیون عراقیانو په وژنه، کډې کولو او ټپي کولو تورن شوی.

په دې عریضه کې لاسلیک کول د روان اګست تر ۲۶ پورې دوام لري.

کله چې سل زره لاسلیکونه راغونډ شي، نو دا موضوع به د ولسمشر بارک اوباما د کارونو په مهالوېش کې راشي.

د امریکا متحدو ایالتونو په ښکاره د مالکي د استعفا کولو غوښتنه کوله، او هڅه یې دا وه چې د درېیم ځل لپاره د عراق لومړی وزیر نه شي.

وړاندې سپینې ماڼۍ د حیدرالعبادي له خوا د نوي عراقي حکومت د جوړېدو هرکلی کړی و.

غوښتنه او تایید

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption مالکي د شیعه ګانو د یوه ایتلاف په مشرتابه کې له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر اوسه د عراق لومړی وزیر پاتې شوی.

بل خوا، د عراق "المشرق" ورځپاڼې ویلي، چې د امریکا حکومت او د امریکا لوی څارنوال دفتر د عراق له لوري هغه غوښتنه منلې ده، چې انټرپول دې په امریکا او ځینو نورو لوېدیځو او عربي هېوادونو کې د ځینو وزیرانو په حق کې جدي اقدام وکړي.

په دغو وزیرانو کې داسې کسان هم دي، چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ ترمنځ کلونو کې په پراخ مالي فساد تورن شوي.

ورځپاڼه د سرچینې په حواله وايي "د (صوفیا) په نامه د پرېکړې له مخې به د عراق او امریکا ترمنځ اړیکو کې ژر د پام وړ پرمختګ راشي، چې یوه برخه یې عراقي قضايي ارګان ته د مطلوبو کسانو تسلیمول دي".

د سرچینې په حواله "له فساد سره مبارزه د امریکا او عراق دواړو غوښتنه ده، د عراق نوی لومړی وزیر حیدر العبادي او حکومت یې باید په دې برخه کې لا ډېر کارونه وکړي".

ورته مطالب