د امریکا فرګوسن ښار کې تازه نښتې شوې دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا پولیسو ویلي چې تېره شپه د مېسوري ایالت په فرګوسن ښار کې د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې دوی ۳۱ کسان نیولي دي.

د اګست پر ۹ مه د یوه تور پوستي زلمي مایکل براون له ویشتل کېدو وروسته اوباما پر خلکو غږ کړی و چې ارامه اوسي.

خو د نوموړي له وینا یوازې څو ساعته وروسته تازه ناکرارۍ را منځ ته شوې دي.

ټاکل شوې چې د امریکا لوی څارنوال د فرګوسن ښار ته سفر وکړي چېرته چې به دې د ایالتي چارواکو سره یوځای د وژنې پلټنه کوي.

ملي ګارد هم د پولیسو د عملیاتو د ملاتړ لپاره سیمې ته لېږل شوې دي.

د پولیسو یوه افسر ران جانسن ویلي چې پر دوی د ډزو او پټرولي بمونو له برید وروسته دوی اړ شول چې پر مظاهره کونکو اوښلن غاز وکاروي.

ښاغلي اوباما ویلي چې د دغه زلمي د وژل کېدو پر وړاندې د خلکو غصه پر ځای ده.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د غصې معنا باید دا نه وي چې خلک دې لوټ مار یا پر پولیسو بریدونه وکړي.

د ښاغلي اوباما پر وینا، دغه ډول کړنې به حالت نور هم ترینګلی کړي او ګډوډي به رامنځ ته کړي.

تر دې وړاندې، د امریکا د مېسوري ایالت د فرګوسن ښار کې د یوه بې وسلې تور پوستي ځوان مایکل براون د ویشتل کېدو له پېښې وروسته هلته د را پورته شوي اړو دوړ د کنترولولو لپاره ملي ګارد لېږلی.

د انځور حقوق Getty
Image caption پولیسو ویلي وو چې فرګوسن ښار کې پر دوی برید شوی ځکه نو دوی غبرګون ښودلو ته اړ شوي دي.

د مېسوري ایالت والي جې نیکسن د ملي ګارد لېږلو پخاطر فرمان صارد کړی چې "سیمه کې سوله او ارامي تامین شي".

پر یکشنبې چې په سیمه کې د ګرځبندیز دوهمه شپه وه پولیسو قهرجنې ډلې خورې ورې کړې.

د مایکل براون مور غږ کړی چې هغه پولیس باید ونیول شي چې د دې ځوې یې د اګست پر ۹ مه وژلی و.

دغه پولیس ډېرن وېلسن نومېږي چې تر بشپړې پلټنې پورې یې دنده ځنډول شوې ده.

چارواکو تېره اونۍ ویلي و چې د شپږو کلونو تجربه لرونکی پولیس وېلسن یې د ډزو له دغه پېښې وروسته په با معاشه رخصتۍ لېږلی دی.

ویل کېږي چې د دغه پېښې نه مخکې د نوموړي پولیس په اړه کوم شکایت نه و شوی.

د امریکايۍ رسنیو سره په یوه مرکه کې د براون مور ویلي چې "د وېلسن نیول او قانون منګلو ته یې سپارل" د فرګوسن په ښار کې د سولې د بېرته راوستلو یواځنۍ لار ده.

تر دې وړاندې، پولیسو ویلي وو چې فرګوسن ښار کې پر دوی برید شوی ځکه نو دوی غبرګون ښودلو ته اړ شوي دي.

د پولیسو یو افسر ران جانسن وویل چې د پنځه ساعته ګرځبندیز له پیلېدا وړاندې مظاهره کونکو پر پولیسو ډزې وکړې او پېټرولي بمونه یې پرې وغورځول.

نوموړي ویلي چې دغه تاوتریخوالی جرمي کړنې دي او موخه یې دا ده چې غبرګون را وپاروي.

په دغه ناکراریو کې تر اوسه یو شمېر کسان ټپیان شوي دي او پولیسو ګڼ خلک نیولي دي.

د ګرځبندیز پر مهال چې اوس پای ته رسیدلی دی د هیڅ راز پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د مېسوري ایالت دغو ناکراریو او تاوتریخوالي ته په غبرګون کې د شنبې پر ورځ دلته د ګرځبندیز اعلان وکړ.

ملي ګارد څه دي؟

  • احتیاطي ډله ده چې د امریکا پوځ او د امریکا هوايي ځواک یې برابروي.
  • د امریکا هر ایالت او سیمه ملي ګارد لري.
  • والیان کولی شي چې د بېړنیو حالاتو لکه مظاهرو او طبعي ناورینونو پر مهال له ملي ګارد څخه کار واخلي.
  • د امریکا ولسمشر هم کولی شي چې په ملي کچه د اعلان شوي بیړنیو حالاتو پر مهال تر دوو کلونو پورې له ملي ګارد نه کار واخلي.
  • ملي ګارد کې شاملېدل د افسرانو په خوښه دی.

دغه پېښه چې په کې یوه سپین پوستي پولیس یو تور پوستی کس وژلی په سیمه کې د توکمیزو شخړو لامل شوې ده.

د عدلي طب لومړنۍ ازموینې ښیي چې براون لږ تر لږه شپږ ډزه لګېدلی چې دوه ډزه په کې په سر لګېدلی دی.

ورته مطالب