فلسطینی شاعر سمیح القاسم ومړ

د انځور حقوق xxx
Image caption شاعر به ویل، د واکمن سوري نظام غځېدل ناممکن دي، او د نظام کړنې یې آن د اسرائیلو له کړنو هم ډېره ناوړه بللې.

د فلسطیني مقاومت د شعر وروستۍ چیغه د شاعر سمیح القاسم وه، چې په وروستیو کې د زړبودۍ له کبله بستر ته اړ شو. نوموړی له هغو درو شاعرانو و، چې د مقاومت حماسي شعرونو بار یې ډېر کلونه پر اوږو یووړ. محمود درویش او توفیق زیاد ددغه یون ملګري وو.

دواړه تر ده مخکې مړه شول، خو د شعر ستوري توري یې لاهم د ادب پر آسمان ځلانده دي.

سمیح القاسم د ۱۹۳۹ کال د مې پر ۱۱ مه د اردن زرقاء ښار په رامه کلي کې د فلسطيني درزي کورنۍ کې زیږېدلی، د نیواکګرو ځواکونو له خوا څو ځلې د ملي مفکورې له کبله نیول شوی، او جبراً پر کور کښېناتو ته اړ شوی دی.

وروسته دغه زلمي د خپل هېواد ضایع کېدو پروړاندې مبارزه پیل کړه، خو کله چې ستر شو، د نیواکګرو له خوا یې تېری یې پخپلو نازوکوزمه شعري تورو کې انځور کړ، خو د درو واړو شاعرانو ناره دا وه چې د اسرائیلو پر سینو به تل ولاړ وي.

قاسم په لومړي سر کې د اسرائیلي کمونیستي ګوند غړی و، چې د سیاسي کړنو لپاره د سرې کرښې په نامه یادېده.

تر دېرش کلنۍ پورې یې شپږ شعري ټولګې بشپړې کړې، خو لاهم د تالندې او ترهې راتلو سوچ ورسره وو.

اسرائیلو هغه په ملت پالنې تورناوه، خو عربانو له اسرائیلي تعصب سره په نژدېوالي تورن کړی و، چې په دې سره یې د شاعرۍ مقام ته ډېر پام نه کاوه.

د محمود درویش په ملتیا دواړه شاعران تبعید شول، لومړي د اویایمې لسیزې پیل کې له فلسطین تبعید شو، خو شعري مبارزې په نړیوال شهرت کې مرسته ورسره وکړه، خو قاسم بیا د خپل فلسطیني ولس غمونه په شعرونو کې زمزمه کول.

خو دواړه شاعران پر پخوانۍ مینه پاتې شول، همدا وو چې د محمود درویش تر مړینې یو کال وروسته قاسم له خپل ملګري د تیلیفوني خبرو اورېدو تږی و، او د هغه مړینه یې نه منله.

قاسم تر اویا ډېرې شعري ټوټې لیکلې، خو د ډرامو او ژوندلیک له لیکلو هم بې برخې نه دی پاتې شوی.

هغه عرب پاڅونونو ته په نېک نظر کتل، خو د هېڅ واکمن مذهب پیروان نه و.

په مصر او تونس کې واک ته د اسلامپالو رسېدل یې د هغوی د سیاسي منطق بریا وبلله، خو په سوریه بیا د هغه واکمن پرضد د دیموکراسۍ پلوی شو، چې تر څلوېښتو کلونو ډېر یې د دغه هېواد تخت او تاج خپل کړی و، خو د واکمن نظام پروړاندې نور د ولس د زغم ورخ په شړېدو دی.

شاعر به ویل، د واکمن سوري نظام غځېدل ناممکن دي، او د نظام کړنې یې آن د اسرائیلو له کړنو هم ډېرې ناوړه بللې.

د ارواښاد شاعر تر شپېتو ډېر شاهکارونه، چې په اوو ټوکونو کې اوډل شوي، انګلیسي، فرانسوي او د نړۍ ځینو نورو ژبو ته ژباړل شوي دي.

ورته مطالب