د سراج الدین حقاني پر سر انعام دوه برابره شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا حقاني ډله یوه خونړۍ ډله ګڼي او له ۲۰۱۲ کال را هیسې یې ترهګریزې ډلې په توګه بندیزونه پرې لګولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې څلورو مخکښو کسانو په اړه د معلوماتو ورکولو بدل کې نوی انعام ټاکلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په اړه معلوماتو ورکولو بدل کې ټاکل شوی انعام زیات کړل شوی دی.

بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د څلورو مشرانو عزیز حقاني، خلیل الرحمن حقاني، یحی حقاني او عبدالروف ذاکر په اړه معلومات ورکولو بدل کې د نوي انعام اعلان کړی چې د هر یوه مشر په اړه د معلوماتو ورکولو بدل کې به ۵۰ لکه امریکاي ډالره انعام ورکړی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني په اړه معلومات ورکولو بدل کې له پخوا ۵۰ لکه ډالره انعام ټاکلي و، چې اوس یې دغه مبلغ دوه برابره کړی او لس میلیونه ډالره یې ټاکلي دي.

امریکا حقاني ډله یوه خونړۍ ډله ګڼي او له ۲۰۱۲ کال را هیسې یې ترهګریزې ډلې په توګه بندیزونه پرې لګولي. د دغې شبکې مشر جلال الدین حقاني له ډېرې مودې راهیسې ناورغ دی او د شبکې چارې د هغه زوی سراج الدین پرمخ بیايي.

بهرنیو چارو وزارت د حقاني ډلې په دغو څلورو مشرانو عزیر حقاني، خلیل الرحمن حقاني، یحی حقاني او عبدالروف ذاکر په اړه معلومات ورکولو بدل کې د نوی انعام اعلان کړی چې د هر یوه مشر په اړه د معلوماتو ورکولو بدل کېبه ۵۰ لکه امریکاي ډالره انعام ورکړی شي.

د جلال الدین یو زوی برهان الدین د امریکا په ډرون بریدونو کې ووژل شو په داسې حال کې چې بل زوی یې نصیرالدین حقاني د تیر کال په نوامبر میاشت کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ووژل شو، دغه وژنه شنونکو لومړی ځل د حقاني شبکې له ملاتړه د پاکستان لاس پر سرکېدو په معنا وبلله.

د پاکستان پوځ ضرب عضب په نامه په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړي وو. د پاکستان د پوځ په وینا دغه عملیات ډېر بریالي دي او په لسګونه ترهګر یې پکې وژلي.

له څو کلونو راهیسې امریکا له پاکستانه نه تل دا غوښتنه درلوده چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات وکړي. د جولای په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا نوی پوځي مشر جوزف ډانفورډ ویلي و، چې د پاکستان د پوځ عملیات په شمالي وزیرستان کې د دوی لپاره قناعت وړ نه دي څکه چې دغه عملیات د حقاني شبکې پر وړاندې ډېر ګټور نه وه. د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د امریکا دغه پرېکړه په کلکه غندلې ده، او وايي چې دا ډول اعلانونه پر طالبانو هېڅ اغېز نه کوي.

ورته مطالب