د هند کېرلا کې پر شرابو د بندیز پلان نیول شوی

Image caption حکومت پلان لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې پر شرابو بشپړ بندیز ولګوي.

د هند په جنوبي ايالت کېرلا کې چارواکو د شرابو له ستونزو سره د مبارزې په موخه د شرابو د څکلو او پلورولو د بندولو يو پلان جوړ کړى دى.

د بنديز په لومړي پړاو کې به په ٧٠٠ بارونو کې د شرابو پلورل بند شي، د شرابو د خرڅولو يو شمير دوکانونه به وتړل شي او د اونۍ په ځينو ورځو کې به د شرابو څښاک بند شي.

د حکومت هدف دا دى چې لس کلونو کې د شرابو پر څښاک بشپړ بنديز ولگوي.

کېرلا د هند هغه ايالت دى چې د شرابو مصرف په کې خورا ډېر دى او کال کې د سړي د سر مصرف يې اته لېتره دى.

ډاکترانو د شرابو د څښاک له کبله رامنځته کېدونکې سرغړونې په ډاگه کړي دي او د ډېرو ترافيکي پېښو او کورنيو شخړو او آن ميرمنې او ميړه د بېلېدو پړه يې د شرابو پرڅښاک اچولې ده.

دوى وايي روغتونونه او د رغېدو مرکزونه له هغو ناروغانو ډک دي چې دشرابو د څښاک له کبله ناروغان شوي دي .

د کېرلا يوه مشر وزير اومنين چاندي ويلي دي چې د کانګریس په مشرۍ حکومت غواړي د يو لړ گامونو د اوچتولو له لارې کېرلا له شرابو په آزادې سېمې باندې بدله شي.

نوموړي وويل د دې پلان له مخې به هغه ٧٣٠ بارونه چې شراب خرڅوي بند شي.

ښاغلي چاندي وویل چې يکشنبه به د شرابو د نه څښاک ورځ اعلان شي او له راتلونکې کال څخه به يوازې عصري هوټلو نو کې د شرابو څښاک ته اجازه ورکړل شي.

هغه په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې هر کال به حکومت پورې تړلو د شرابو د خرڅلا لس سلنه وتړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت بايد دې ته چمتو وي، چې لسو کلونو کې کېرلا کې د شرابو څښاک په چورلټ ډول بند شي .

خبريالان وايي سوداگر په دې انديښمن دي چې ښايي دغه بنديز به ايالت کې د توريزم صنعت زيانمن کړي.

کېرلا د هند هغه ايالت دى چې تر ټولو ډېر سيلانيان ورته ورځي.

خو دا نه ده څرگنده چې د کېرلا حکومت به د شرابو د پلورلو له لارې ترلاسه کېدونکې گټه څنگه پوره کوي ځکه ويل کېږي چې د ايالت د کلنۍ بودجې شل سلنه يې له همدې لارې لاس ته راځي.

ورته مطالب