د روسیې د مرستو کتار اوکراین ته ننوتی

د انځور حقوق AFP
Image caption روسیې پر اوکراین د نامناسب خنډ جوړولو تور پورې کړ او کتار یې اوکراین ته دننه کړ.

د اوکراین ولسمشر پېټرو پورشېنکو پر روسیې وروسته له هغې "له نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړاوي" تور لګولی چې د روسيې بشري مرستندویه لارۍ بې له اجازې د اوکراین خاورې ته ننوتې.

نوموړي ویلي چې د روسیې تر ۱۰۰ زیاتې لارې د جمعې پر ورځ له ګمرکي جواز یا سره صلیب بدرګې پرته اوکراین ننوتې دي.

دغه مرستې د ختیځ اوکراین د جګړې ډګر په ځانګړې ډول لوهانسک ښار چې یاغیانو نېولی، کې ولسي وګړو ته لېږل شوې دي.

روسیې پر اوکراین د نامناسب خنډ جوړولو تور پورې کړ او کتار یې اوکراین ته دننه کړ.

د اوکراین د امنیت مشر وېلېنټېڼ نلېوېچېنکو ویلي چې دا "مخامخ یرغل دی" خو دوی به د کتار پر وړانډې له ځواکه کار وا نخلي.

راپورونه وايي چې یاغیان د لاریو ملتیا کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روسیې د مرستو کتار اوکراین کې د لوهانسک ښار ته د تلو په حال کې دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سي آر سي) ویلي چې دوی په هیڅ ډول د کتار برخه نه و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته خبرداری ورکړی چې د کتار پر وړاندې دې هیڅ راز ګام پورته نه کړي خو د خپل ګواښ پایلې یې نه دي په ګوته کړي.

تر دې وړاندې، د اوکراین چارواکو په ختیځ کې د روسیې له خوا د بشري مرستو د منلو پخاطر ځینې شرطونه وړاندې کړې وو.

د امنیت د شورا ویاند اندري لیسینکو ویلي وو چې د روسیې مرستې باید پر پوله د اوکراین حکومت تر کنترول لاندې له یوې پوستې تېره شي او د سره صلیب چارواکي یې باید ملتیا وکړي.

لوېدیځ کې داسې اندېښنې شته چې ګواکې روسیه غواړي پر ختیځ اوکراین د بشري مرستو په پلمه یرغل وکړي.

اوکراین د روسي پلوو یاغیانو سره په دونسیک او لوهانسک سیمو کې د جګړې لپاره خپل پوځیان لېږلي دي.

په دغه جګړه کې تر اوسه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور خلک بې ځایه شوي دي.

ورته مطالب