د سوریې جګړه کې نږدې ۲۰۰ زره کسان وژل شوي

د انځور حقوق Re
Image caption د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ناوي پيلي د مرگ ژوبلې دا شمېرې زړه بوگنونکې وبللې.

په سوريه کې له هغه راهيسې چې ٢٠١١ کال مارچ کې جگړه پيل شوې ده ١٩١،٣٦٩ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې سړي، ميرمنې او ماشومان شامل دي چې ملگرو ملتونو يې نومونه موندلي او د وژل کېدو د وخت او ځاى پخلى يې کړى دى.

خو ملگرو ملتونو ويلي دي له شک پرته چې د وژل شويو شمېره به تردې لوړه هم وي.

ځکه وايي شاوخوا ٥٢،٠٠٠ وژل شوي کسان په دې د ملگرو ملتونو په وروستي شمير کې نه دي راغلي، چې تراوسه په بشپړه توگه دغه شمېرې نه دي تاييد شوي.

د ملگرو ملتونو د دې څېړنې له مخې د وژل شويو ډېرى ېې نارينه دي، تر لس سلنه کم يې ميرمنې دي او ٢١٦٥ يې هغه ماشومان دي چې عمرونه يې له لسو کلونو کم دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ناوي پيلي د مرگ ژوبلې دا شمېرې زړه بوگنونکې وبللې او د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته يې پيغور ورکړ چې د پرځاى گام د نه اوچتولو له کبله يې سوريه کې وژونکي، ورانکار او ځورونکي پياوړي کړل.

ورته مطالب