"فولي بدل کې د عافیې صدیقي خوشې کیدل غوښتل شوي و"

د انځور حقوق AP
Image caption امریکا د جیمز فولي د وژل کیدو په اړه څیړنه پیل کړې ده

امریکايي ورځپاڼې ګلوبل پوست لیکلي چې د عراق اوسوریې سخت دریځې ډلې (اسلامي دولت) د امریکاي ژورنالیست جیمز فولي په بدل کې د زیاتو پیسو د غوښتنې ترڅنګ د پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د خوشې کولو غوښتنه هم کړې وه.

ګلو بل پوست د فولي د کورنۍ په اجازې سره د اګست په ۱۲مه اسلامي دولت لخوا وروستی تر لاسه شوی ایمیل خپور کړ چې په کې اسلامي دولت په امریکا کې بندي ډاکټر عافیه صدیقي او نورو مسلمانانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه.

اسلامي دولت د جیمزفولي کورنۍ ته په ایمیل کې لیکلي و چې" تاسو د پېسو په بدل کې د خپلو بندیانو ازادولو فرصت درلود لکه څنګه چې نورو دولتو له موږ سره منلي وه، موږ د عافیې صدقي او نورو مسلمانانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو تاسو دا ډېره ژر ثابته کړه چې تا سو له دې سره علاقه نه لرئ". د ګلوبل پوسټ اجرائیوي مشر فلپ بالباني وويل، چې اسلامي دولت لومړی ځل تیر کال د پیسو غوښتنه کړې وه.

فولي د ۲۰۱۲ کال د نومبر په میاشت کې تښتول شوی و او روانه اونۍ کې یې اسلامي دولت ډلې د سر غوڅولو ویډیو خپره کړه.

په دغه ویډیو کې دوی خبرداری ورکړ که امریکا په شمالي عراق کې د دوی پر ډلې خپل هوایي بریدونه و نه دروي نو دوی به یو بل امریکایی خبریال هم ووژني.

د دې خبردارۍ سربیره امریکا موصل ته څېرمه په سیمه کې خپلو هوايي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د ویډیو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده

بل خوا امریکا د فولي د مړینې رسمي جنايي پلټنې پیل کړې دي.

په دې ترڅ کې لوی څارنوال ایریک هولډر ویلي وه چې "امریکا قوي حافظه او تر ډېرو ځایو پورې لاسرسی لري".

په بریتانیا کې پولیس او امنیتي ارګانونه هڅه کوي د هغه جهادي پېژندنه وکړي چې د فولي د وژنې په ویډیو کې څرګند شوی دی.

نا تاید شوي راپورونه وايي، په ویډیو کې ښودل شوی جنګیالی چې بریتانوۍ لهجه لري، د لندن یا د سوېل ختیځې بریتانیا دی.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو چې د امریکایي خبریال جیمز فولي د سر غوڅولو پېښه "د تاوتریخوالي یو عمل دی چې د ټولې نړې وجدان ته یې ټکان ورکړی".

ښاغلي اوباما ویلي وو چې د اسلامي دولت ایډیالوژي یواځې پاتې کېدونکې ده او په پای کې به ناکامه شي.

ورته مطالب