"داعش" د لومړي ځل لپاره یو عراقی سنګسار کړ

د انځور حقوق
Image caption یوه ټکسي چلوونکي ویلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ موصل ښار کې یو سړی سنګسار شو، چې دا عمل ده پخپلو سترګو ولید.

د عراق موصل ښار کې د "اسلامي دولت" (داعش) جنګیالیو یو کس د زنا په تور سنګسار کړی دی.

دا د داعش له خوا د سنګسار لومړۍ پېښه ده، خو په سوریه کې وړاندې د ورته پېښو خبر ورکړل شوی.

یوه ټکسي چلوونکي ویلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ موصل ښار کې یو سړی سنګسار شو، چې دا عمل ده پخپلو سترګو ولید.

نوموړی وايي "ډېر خلک راغونډ شوي وو، زه هم ورته ودرېدم چې څه خبره ده، د داعشیانو نژدې ۲۰ موټر ولاړ وو. ځینو جنګیالیو په لاسونو کې تیږې نیولې وې، خو یوه بل دا صحنه عکاسي کوله".

دی وايي، په پای کې داعشیانو یو سړی لاس تړلی له موټره راکوز کړ او پر ځمکه یې کښېناوه او د تیږو باران یې پرې پیل کړ، په داسې حال چې ځینو دی په مخ هم په تیږو ویشت، خو هغه د "ما هېڅ نه دي کړي" نارې وهلې.

دغه عیني شاهد وايي "تر ۱۵ دقیقو وروسته، یوه وسله وال وویل، سنګسار ختم شو، او د سنګسار شوي سړي مړی یوه امبولانس کې واچول شو".

په موصل کې یوې سرچینې ویلي، د وژل شوي سړي له تذکرې ښکاري چې دېرش کلن و.

ورته مطالب