جاپان کې ځمکې ښویېدو ۴۲ کسان وژلي

د انځور حقوق c
Image caption زیاتره ویجاړ شوي کورونه د غرونو په لمنو کې پراته وو.

د جاپان په هیروشیما سیمه کې د ځمکې ښویېدو له کبله لږترلږه ۴۲ کسان وژل شوي.

سیمه ییز چارواکي وايي، لږترلږه ۴۳ نور کسان تري تم شوي، خو د هغو د مړو د نه پیدا کېدو له کبله یې مړینه رسماً نه ده تایید شوې.

د ژغورنې کارکوونکي د ممکنه لاندې شویو خلکو په لټه کې دي.

په دې سیمه کې ځمکه د سختو بارانونو له کبله ښویېدلې ده.

پولیس وايي، شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي؛ ځکه چې تر کنډوالو او خځلو لاندې د ځینو کسانو د ایسارېدو وېره شته.

په سیمه کې نژدې دېرش زره ژغورونکي د خاورو پر لیرې کولو او د مړو په موندلو بوخت دي.

په ځمکې ښویېدو کې د سیمې ډېری کورونه ویجاړ شوي دي.

سخت بارانونه ددې لامل شوي، چې حکومتي چارواکو نژدې سل زره وګړي د هغوی د ژغورلو لپاره له سیمې وتلو ته اړ کړي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption تېر کال هم جاپان کې ځمکې ښویېدو او توپان ګڼ وګړي ووژل.

کارپوهان وايي، شاید د ایسارو شویو خلکو ژونډي موندل ستونزمن وي، ځکه چې تر اوسه له پېښې ۷۲ ساعته وخت تېر شوي دي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د تېرې چارشنبې په ورځ په هیروشیما کې په یوه ورځ د یوې میاشتې باران وشو، چې په پایله کې لسګونه کورنۍ په یوه مېشت ځي کې تر خاورو لاندې شوې.

رپوټونه وايي، په وژل شویو کې د ژغورنې یو ۵۳ کار کوونکی هم دي، چې تر څو کسانو ژغورلو وروسته یې خپل ځان کنډوالو ته ورواچاوه خو تر خاورو او خټو لاندې شو.

د جاپان زیاتره مرکزي او سوېلي سیمې غرنۍ دي چې پکې ودان شوي ډېری کورونه د غرونو په لمنو کې پراته دي.

ورته مطالب