په ولاړو کار کول روغتیا ته ګټور دي

Image caption ډاکټران وايي، د ملا درد، د عضلاتو شخېدل، د زړه ناروغي، شکر او ان ژر مړینه د لږ حرکت له کبله رامنځته کېږي.

که څه هم مخکنیو څېړنو د ډېر وخت لپاره د کښېناستو او لږ خوځېدو ګواښونه په ګوته کړي، خو یوې نوې څېړنې ویلي، چې هره ورځ لږترلږه د یوه ساعت لپاره درېدل یا په ولاړه کار کول دغه ګواښونه کمولی شي.

څېړونکي وايي، غوره به دا وي چې په ټول ورځني رسمي کار کې اقلاً یو ساعت سړی په ولاړو کار وکړي، چې دا کار د روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

د څېړنې یوه ګډونوال پروفیسر کیفن وینټن وړاندیز کوي چې کارکوونکي باید د کار یا اوږدو ناستو په لړ کې لږترلږه یو ساعت تفریح وکړي، وخوځېږي او یا په ولاړو کار وکړي.

څېړونکي وايي، دا کار د ملا او مهرو د دردونو له کمښت سره مرسته کولی شي، او په وجود کې د وینې د تلو راتلو او د زړه د ناروغۍ د قابو کولو لپاره ګټور ګرځي.

ځینو څېړونکو دا هم ویلي هغه څوک چې د کار پر مهال ډېر پاڅېږي او حرکت لري، د هغه چا په پرتله د سرطان له بېلابېلو ناروغیو، د زړه او دماغي ناروغیو ډېر ژغورل کېږي، چې ډېر حرکت نه کوي.

د ځینو څېړنو پایلو ښودلې، چې په نړۍ کې د سګریټو په څېر د ډېر وخت لپاره کېښناستل هم د مرګ لامل ګرځي.

شمېرې ښيي چې هر کال د سګریټو له کبله نژدې پنځه میلیونه وګړي مري، خو د هارورډ پوهنتون څېړونکي وايي، هر کال پنځه میلیونه او ۳۰۰ زره کسان د ډېرو کښېناستو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

درې پېړۍ مخکې

نژدې درې پېړۍ مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو یو بنسټګر مشر ‎توماس جیفرسن به پخپل دفتر کې په ولاړو کار کاوه.

دا پدیده په امریکا کې ډېره دود شوه، او ډاکټرانو هم دا سپارښتنه کوله، چې ډېر کار دې په ولاړو وشي.

د هډوکو امریکايي ډاکټر راب دانوف وايي "کله چې موږ د اوږد مهال لپاره په ناستو کار کوو، په اصل کې د خپل مرګ لپاره لاره هواروو".

ډاکټران وايي، د ملا درد، د عضلاتو شخېدل، د زړه ناروغي، شکر او ان ژر مړینه د لږ حرکت له کبله رامنځته کېږي.

دانوف وايي "موږ ډېر وخت په رسمي کار کې پر څوکۍ ناست یو، کله چې له دفتره کور ته ستانه شو، هلته هم پر څوکۍ کېښنو او تلوېزیون ګورو، چې دا یو هلاکوونکی عمل دی".

ښکاري چې په ګرده نړۍ کې د "فیسبوک" او "ټویټر" په څېر د خواله د رسنیو له جوړېدا وروسته د نړۍ زیاتره وګړي په دغو وېبپاڼو کې ځانونه په فارغ وخت کې ډېر بوختوي، چې دا کار د دوی د ډېر وخت کښېناستو سبب ګرځي او روغتیا ته یې زیان رسوي.

ورته مطالب