محمود عباس د خبرو بیا پیلول غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو دریو ورځو کې د اسرائیلو هوايي بریدونو څو ځلې غزه ولړزوله

د فلسطین د کور واکې ادارې مشر محمود عباس ویلي، چې د مصر په منځګړیتوب دواړې خواوې حماس او اسرائیل بیا د خبرو میز ته راوګرځي، مخکینی اوربند د تیرې سه شنبې په ورځ پای ته ورسېد چې ورسره سم د حماس راکټي بریدونه او د اسرائيلو هوايي بریدونه پیل شول.

له دې سره هم مهاله د مصر د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (۲۳ اګست) د منځګړيتوب اعلان وکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې بیا خبرې پیل کړي او له حماس او اسرائیلو یې وغوښتل چې سم لاسي اوربند وکړي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، په تیرو دریو ورځو کې لس نور فلسطیني وګړي چې دوه ماشومان هم په کې وو، د غزې په بمبارۍ کې ووژل شول.

په اسرائیلو کې هم هغه توغندي چې د غزې له خوا توغول شوی و، څلور ماشومان ووژل او د اسرائیلو غوسه یې را وپاروله.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تیره ورځ حماس ته ګواښ وکړ چې "د اسرائیلي ماشومانو وژلو په وړاندې لوړه بیه" به ورکړي.

د اسرائیلو هوايي بریدونو په تېرو دریو ورځو کې څو ځلې غزه ولړزوله چې د جمعې ورځې (اګست ۲۲) یو مېشت ځای تر برید لاندې راغی او لسګونه کسان یې ټپيان کړل.

د غزې له خوا ویشتل شویو توغندیو د شنبې په ورځ (اګست ۲۳) د سوېلي ښار اشدود کې یوه کلیسا ورانه کړه چې ۴ کسان په کې ټپیان شول.

غزه کې د تیرو اوونیو په څو بېلا بېلو نښتوکې له ۲۰۹۰ ډېر کسان وژل شوي او په اسرائیلو کې ۶۷ کسان چې زیاتره یې نظاميان وو، وژل شوي دي.

په وروستیو اوونیو کې د کور واکې ادارې چارواکو ویلي وو، چې غواړي اسرائیل د جزا نړیواله محکمه کې په جنګي جرمونو تور ن کړي.

څارونکي وايي، په نړیواله محکمه کې د فلسطیني شکایتونو را برسېره کیدل شاید اسرائيل او امریکا په غوسه کړي. دغه دوه هېوادونه د نړیوال سازمان په دغه بنسټ کې غړيتوب نه لري.

له بلې خوا اسرائیلو د تېرې شنبې په ورځ (اګست ۲۳) غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ که چېرې په خپلو کورونو کې وسله والو ته ځای ورکړي، نو تر برید لاندې به راشي.

ورته مطالب