اقتصادي کړکېچ فرانسې حکومت استعفا ته اړ کړ

Image caption د کابینې د استعفا له اعلان سملاسي وروسته ولسمشر هولانډ د نوې کابینې جوړولو غوښتنه وکړه.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ لومړي وزیر منویل والز ته وروسته له هغې د نوي حکومت جوړولو امر کړی چې دوو جګپوړو وزیرانو د دوی د اقتصادي سپما پر پالېسیو نیوکې وکړې.

د ښاغلي والز له خوا د کابینې د استعفا له اعلان سملاسي وروسته ښاغلي هولانډ له ده وغوښتل چې نوې کابینه جوړه کړي.

د اقتصاد وزیر ارناډ مونټیبرګ او د پوهنې وزیر بینویټ همون ښایي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دغو وزیرانو له حکومته غوښتنه کړې وه چې د ټیټې کچې ودې د ستونزې د اواري لپاره دې د جرمني د مالي محدودیتونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د اونۍ پای کې ښاغلي مونټیبرګ وویل چې د سپما پالیسۍ د پرمختګ مخه نیولې او وايي فرانسه او ټول یورو زون کې اقتصادي ناکامي څرګنده ده.

د حکومت د استعفا د وړاندې کولو پر مهال لومړي وزیر وویل چې ښاغلي مونټیبرګ د "یوه ژیړې کرښې" نه سرغړاوی کړی دی.

څو شېبې وروسته ولسمشر هولانډ یوه وینا خپره کړه او له لومړي وزیره یې وغوښتل چې "هېواد لپاره د ولسمشر تګلارې ته په پام سره دې" نوې کابینه جوړه کړي.

ښاغلي هولانډ دوه کاله مخکې (۲۰۱۲) کې د نوموړي د لوړې کولو پرمهال ژمنه کړې وه، چې فرانسه به له اقتصادي کړکېچه راوباسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اقتصاد وزیر ارناډ مونټیبرګ او د پوهنې وزیر بینویټ همون ښایي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې ویلي چې د کابینې د استعفا پر سر لومړی وزیر والز او ولسمشر هالنډې سره یوه خوله وو.

پاریس کې د بي بي سي خبریاله لوسي ویلیمسن لیکي چې په دې کار سره ولسمشر هولانډ غواړي یو څرګند پیغام ولېږي:

چې اوسنیو اقتصادي ستونزو ته په پام سره ګوند کې مخالفین نه شي زغملی.

خو د حکومت ړنګول دا هم ښیي چې ولسمشر هولانډ له یو لړ ستونزو سره مخامخ دی.

بې کاري له ۱۰ سلنې پورته ده، وده په ټپه درېدلې او نظر غوښتنې ښیي چې تر ۲۰ سلنه لږ رای ورکونکي په دې باور دي چې ښاغلی هولانډ ښايي د اقتصاد په بیا رغولو کې بریالی شي.

د دغو ستونزو د اواري لپاره ښاغلي هولانډ لګښتونه کم کړي چې د سوداګرۍ په برخه کې د مالیې کچه را ټیټه کړي او اقتصاد پیاوړی کړي.

خو په ګوند کې یې ځینې غړي د ده له دغه ډول پالیسیو سره مخالفت لري.

مخالفین یې غواړي چې دی اقتصادي سپما و نه کړي او کورنیو ته لا ډېرې پېسې ځانګړې کړي.

ورته مطالب