د خلیج شیخان ولې بریتانیا کې پوځي زده کړې کوي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې ډول منځني ختیځ څو نسله شاهي کورنیو غړیو د بریتانیا د سنډهرسټ د افسرانو په روزنیزې اکاډمۍ کې پوځي روزنې تر لاسه کړې دي. خو متیو ټېلر پوښتي چې آیا اوس هم دا یوه ښه خبره ده.

له ۱۸۱۲ کال راهیسې د بریتانیا پوځ خپلو افسرانو ته د سنډهرسټ په شاهي پوځي اکاډيمۍ چې د سرې- برکشایر پر پوله پروت دی، روزنه ورکوي.

په دغه اکاډيمۍ کې تر شپږو میاشتو د یوې سختې روزنیزې دورې له لارې د نویو افسرانو بدني او ذهني وړتیاوې ارزول کېږي او تر څنګ یې دوی ته د بریتانیا د پوځ د ارزښتونو زده کړه هم ورکول کېږي.

د بریتانوي افسرانو تر څنګ، د سنډهرسټ اکاډمۍ په دودیز ډول له بهرنیو هېوادونو څخه هم ځوان افسران ځانته را جلب کړې دي.

د منځني ختیځ ډېرو مخکښو کورنیو خپل زامن او لوڼې د روزنې لپاره همدې اکاډمۍ ته لېږلې دي. ښايي تر ټولو ډېر د یادونې وړ په کې د اردن شاه حسین وي.

د څلورو عربي هېوادونو شاهان، چې اوس هم په واک کې دي، د اردن پاچا عبدالله، د بحرین پاچا حمد، د قطر امیر شیخ تمیم او د عمان سلطان قابوس له سنډهرسټ اکاډيمۍ فارغ شوې دي. پخوانیو شاهانو کې د کویت امیر شیخ سعد او د قطر امیر شیخ حمد شامل دي.

د سنډهرسټ اکاډيمۍ سره د شاهانو اړیکې له هغه وخته پیل شوي چې بریتانیا په خلیج کې ستر استعماري قدرت و.

د دوبۍ او ابو ظبي د چارواکو د بهرنیو چارو پخوانۍ پالیسي جوړونکې حبیبه حامد وايي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سنډهرسټ اکاډمۍ زده کونکي: د بحرین شاه حمد، د اردن شاه عبدالله او د عمان سلطان قابوس.

"بریتانویانو د نندارو له لارې د خپل واک د ټیګښت په برخه کې ځانګړی مهارت درلود. شان او شوکت، ځانګړې مراسم، د پوځي ځواک څرګندول، ټکان او هیبت ټول هغه څه دي چې د بریتانیا پوځي اړیکو څخه سرچینه اخلي".

د قطر د شاهي خدماتو د ادارې مرستیال مشر مایکل سټیفنز وايي:

"دا هغه ځای دی چې د راتلونکې مشران په کې یو بل سره پېژني او د سنډهرسټ اکاډمي بریتانیا ته په خلیج کې د خپل اغېز ساتلو فرصت ورکوي".

نوموړی وايي:"د خلیج هېوادونو لوړی پوړي پالیسۍ جوړونکي چې څومره بریتانیا ته پام کوي دومره بیا زموږ غوندې کوچنیو هېوادونو لکه فرانسه او نورو ته توجه نه کوي".

ښاغلی سټیفنز زیاتوي:"دوی په بریتانیا کې وخت تېر کړی دی، دوی دلته له خپلو دوستانو او استادانو سره اړیکې لري. په خلیجي سیاست کې پېژندګلوي ډیره ګټه لري".

د سعودي عربستان د دفاع د څانګې پخوانی دیپلومات بریدمن پیټر سینکاک وايي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۲۰۰۶ کال کې د سنډهرسټ په اکاډمۍ کې د دوبۍ امیر، شیخ محمد بن المختوم او په یونیفورم کې یې زوی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر امیر حمد بن خلیفه الثاني، په ۲۰۰۴ کال کې په سنډهرسټ اکاډمۍ کې پوځیان څېړي.

"هغه بریتانویان چې په نړۍ کې بې هدفه ګرځي را ګرځي، لکه زه به چې د یوه پوځي په توګه ګرځېدم، نو داسې خلکو سره مخ کېږي چې په سنډهرسټ کې یې روزنه ترلاسه کړې وي او تاسو ورسره سملاسي ښه اړیکې ټینګوئ. زه فکر کوم دا ډېره مرسته کوي، د مثال په ډول د پوځي خرڅلاو په برخه کې".

احساسات تل پایله نه لري. په ۲۰۱۳ کال کې، د بریتانیې د لومړي وزیر د شخصي مداخلې سربیره عربي متحده اماراتو د بریتانیې ټایفون جنګي الوتکو د نه پېرلو پرېکړه وکړه.

خو په نورو مواردو کې احساسات او ښې اړیکې ګټې لرلی شي.

د بریتانیې چتم هاوس کې د بهرنیو چارو د څېړنې ادارې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مرستیاله مشره جېن کینینمانټ وايي:

"تاسو وینئ چې د لندن د تر ټولو سترې ودانۍ بودیجه قطر ورکړې او تاسووینئ چې عربي متحده امارات یې د تیلو د زېربناوو د ودې بودیجه ورکړې. نو بریتانویان دا ارزو لري بلکه کلکه هیله لري چې د سوداګرۍ اړوندو موخو لپاره دوی ځان ته نږدې وساتي".

د امریکا د ټیکساس ایالت په هاسټن کې د بېکر تعلیمې ادارې ډاکټر کریسټیان کوټس وايي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په لندن کې د شرد ودانۍ چې بودیجه یې د قطر پانګوالو ورکړې.

"په خلیج کې د بریتانیا د پالیسۍ پام تر ډېره پر سوداګرۍ راغونډ دی. د بشري حقونو او اصلاحاتو اندېښنې د سوداګرۍ پر وړاندې کم اهمیته دي".

په ۲۰۱۲ کال کې د سڼدهرسټ اکاډمۍ د یوه نوي استوګنیز بلاک د جوړولو لپاره د عربي متحده اماراتو نږدې ۲۵ میلیون ډالر مالي مرسته ومنله او دغه ودانۍ یې د عربي متحده اماراتو د بنسټ ایېښودونکي امیر زاید په نامه ونوموله.

د ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کې، د بحرین پاچا د نږدې پنځه میلیون ډالر له مالي مرستې وروسته، د سنډهرسټ سپورتي مرکز نوم له مونز هال نه د شاه حمد پر هال بدل شو. شاه حمد د سنډهرسټ اکاډمۍ سره په تړلې یوې فاکولته کې زده کړې تر لاسه کړې دي.

د نوم دغه بدلون جنجال را منځ ته کړ. تر یوه بریده یې لامل دا و چې دغه بدلون د ۱۹۱۴ کال د اګست په میاشت کې د مونز په جګړه کې د ۱۶۰۰ بریتانویانو مرګ ژوبلې ته د سپکاوي په توګه وګڼل شو او بل لامل یې په بحرین کې په تېرو دریو کلونو کې د سیاسي احتجاجونو پر وړاندې د حمد او د هغه د حکومت چلند و.

یو کره کتونکی ښايي متوجه شي چې د سنډهرسټ د اکاډمۍ د افسرانو د ګومارنې دریمه دوره د یاغیانو ضد مهارتونو پورې تړلې او دا چې څنګه د عامه ګډوډیو مخه نیول کېدای شي.

د اپوزیسیون د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۱۱ کال کې د بحرین د اکثریتو شیعه وګړو او په واک کې د سني لږکیو تر منځ د شخړو د رامنځ ته کېدو راهیسې، تر ۸۰ ډېر ملکي خلک د امنیتي ځواکونه په لاس وژل شوي دي خو حکومت دغه شمېرې کره نه بولي. په دغو شخړو کې ۱۳ پولیس هم وژل شوي دي.

د بحرین د ټولنې ادارې، چې د بریتانیې او بحرین تر منځ د ملګرتیا پر ودې کار کوي، مشر سینکاک وايي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بریتانیې لومړی وزیر ډېوېد کېمېرون او شاه حمد په ۲۰۱۲ کال کې....
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ....خو نږدې احتجاجیانو د بحرین د حاکم د بشري حقونو سابقې سره مخالفت درلود.

"شاه تل دا منلې چې سنډهرسټ اکاډیمي یو ډېر ښه ځای دی. د شاه د کورنۍ نږدې ۲۰ غړیو په دغه اکاډیمۍ کې زده کړې تر لاسه کړې دي. نو هغه په دې پوه نه دی چې دغه بدلون ولې دومره شور ماشور جوړ کړی".

د سنډهرسټ اکاډمۍ فارغ او پخوانی استاد کرسپېن بلېک وايي چې اکاډیمۍ باید پېسې نه وې اخیستې.

"اکاډیمۍ کې هر ځای یو څلی، یوه ودانۍ یا دړه تر سترګو کېږي او تاسو د بریتانيي د پوځي تاریخ زړه ته بیايي. خو که دغه ځای ته موږ د شاه حمد هال ووایو نو بیا دا کار ستونزمن دی".

د سنډهرسټ اکاډمۍ دغو نیوکو ته په لیکلي ډول ځواب ورکړی.

"سنډهرسټ سره شوې ټولې مالي مرستې د بریتانیې د کورنیو او نړیوالو قوانینو او مسولیتونو او د یوه ملت په توګه زموږ ارزښتونو سره سمون لري. په تېرو کلونو کې د دغو مالي مرستو له کبله د بریتانیا د مالیې ورکونکو ډېری پېسې سپمول شوې دي".

خو که د سنډهرسټ ملګري سره دښمنان شي نو بیا به څه کېږي؟

په ۲۰۱۱ کال کې د بریتانیې د وخت لومړي وزیر ټوني بلیر دمشق ته سفر وکړ چې دغه سفر د بریتاني او سوریې اړیکې ټینګې کړې.

تر دې لږه موده وروسته، په ۲۰۰۳ کال کې، سنډهرسټ د سوریې د وسلوالو ځواکونو افسرانو ته روزنه ورکوله.

خو اوس واضحه ده چې سوریه په نړیواله توګه ګوښه شوې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سنډهرسټ په اکاډمۍ کې روزل شوی احمد علي چې د ولسمشر محمد مرسي له واکه په پرځولو کې د مصر د پوځ مهم غړی و.

خبریال مایکل کاکېرېل په ۱۹۶۶ کال کې د بیکنزفیلډ د پوځي زده کړو په ښوونځي کې د لیبا د دیکتاتور ډګروال قذافي د دورې په اړه لیکلي:

"درې کاله وروسته، قذافي هماغه لار خپله کړه چې د هغه په څېر د بریتانوي پوځ له خوا روزول شویو نورو بهرني افسرانو خپله کړې وه. هغه د خپلې لاسته راغلې پوهې نه کار واخیست او په خپل هېواد کې یې سیاسي واک ونیو".

دغه دود اوس هم ادامه لري.

په ۱۹۹۰ لسیزې کې مصري ډګروال احمد علي په سنډهرسټ کې زده کړې کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې هغه د ولسمشر محمد مرسي له واکه په پرځولو کې د مصر د پوځ مهم غړی و او اوس ورته د جایزې په توګه د ولسمشر سیسي په حکومت کې د سلاکار دنده ورکړل شوې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو مهال ټوني بلیر او رابېن کوک پلان درلود چې د سنډهرسټ په اکاډمۍ کې د بهرنیو ځوانو افسرانو روزنه ودروي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په ورستیو کې د ټوني بلیر په مشرۍ د بریتانیې حکومت هڅه وکړه چې په سنډهرسټ کې د بهرنیو ځوانو افسرانو روزنه ودروي. د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د دفاع وزارت لپاره د منځني ختیځ سلاکار او د سنډهرسټ یو قومندان تورن جنرال ارتر دېنارو په اند دا د بریتانیې د "اخلاقي بهرنۍ پالیسۍ" برخه وه چې د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر رابېن کوک یې ملاتړ کاوه.

خو داسې ښکاري چې په ۱۹۹۹ کال کې د شاه حسین د جنازې مراسمو دغه پلان ګډوډ کړی وي.

تورن جنرال دېنارو وايي:"دغې جنازې ته د نړۍ نږدې د هر هېواد مشر راغلی و او زموږ لومړی وزیر ټوني بلیر هم هلته و. هغه زه هلته د نورو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو ولیدم، د برونای سلطان، د عمان سلطان، د بحرین لوړ پوړي چارواکي، سعودیان او ویې ویل (ته څنګه دا خلک پېژنې؟) ما ورته په ځواب کې وویل چې دوی ټولو سنډهرسټ کې زده کړې تر لاسه کړې دي".

اوسمهال داسې ویل کېږي چې له بریتانیې وروسته، سنډهرسټ تر ټولو ډېر د عربي متحده اماراتو ځوان افسران روزلي دي.

د ۲۰۱‍۴ کال د مې میاشت د سنډهرسټ اکاډیمۍ په نوملیکنه کې ۷۲ بهرني ځوان افسران وو چې ۴۰ سلنه یې د منځني ختیځ هېوادنو وو.

د بحرین د بشري حقونو د مرکز مرستیاله مشره مریم الخواجه وايي:"په راتلونکې کې به خلک دې ته ګوري چې بریتانیې په منځني ختیځ کې څومره ورانی وکړ ځکه دوی د بشري حقونو او ډېموکراسۍ د ملاتړ پر ځای غوښتل بحرین ته لا نورې د ټایفون جنګي الوتکې وپلوري".

حبیبه حامد وايي:"دا چې موږ د خواخوږۍ ارزښتونو د ودې لپاره کار کوو، د خولې خبره ده خو په عمل کې هیڅ نه دي شوي. سنډهرسټ د استعماري پېر له سپېڅلو نښو ده. دوی د هغو مدني ارزښتونو زده کړه نه ورکوي چې موږ یې باید په ډېمکوراتیکه توګه په ټاکل شوو مشرانو کې ووینو".

ورته مطالب