اوکراین روسي پوځیان نیولي

د انځور حقوق UKRAYNA SAVUNMA BAKANLIGI
Image caption روسي رسنۍ وايي چې لس تنه روسي پوځیان په تېروتنې د اوکراین خاورې ته اوښتي دي.

اوکرایني رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې کړي چې ګومان دی هغه روسان پوځیان په کې ښوول کېږي چې د اوکراین په خاوره کې نیول شوي دي.

اوکرایني چارواکي وايي دغه لس تنه پوځیان له دونڅک سره نږدې شاخوا یو کیلومتر دننه د اوکراین په خاوره کې نیول شوي دي.

دغه سیمه د یاغیانو تر کنترول لاندې ده او په خپرې شوې ویډیو کې یو نیول شوی پوځي وايي چې د مسکو په شمال ختیځ کې د یوې پوځي قطعې غړی دی.

په همدې حال کې روسي رسنیو رپوټونه خپاره کړي چې لس تنه روسي پوځیان په تېروتنې د اوکراین خاورې ته اوښتي دي.

ویل شوي چې دغو پوځیانو د پولې په هغه سیمه کې ګزمه کوله چې په نښه شوې نه ده ځکه نو او کراین خاورې ته په تېروتنې اوښتي دي.

د روسیې د دفاع وزارت سرچینې وايي همدا لامل دی چې روسي پوځیانو د نیول کېدو پرمهال مقاومت هم نه دی کړی.

روسیه وايي په بېلا بېلو وختونو کې شاخوا ۵۰۰ اوکرایني پوځیان له پولې اوښتي خو دوی یې موضوع دومره لویه کړې نه ده.

روسي چارواکو زیاته کړه که د دوی له لوري نیول شویو پوځیانو غوښتل چې بیرته اوکراین ته ستانه شي نو بیرته یې په خوندي ځایونو کې اوکراین ته ستانه کړي دي.

په اوکراین کې د روسي پوځیانو د نیول کېدو موضوع د اوکراین او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ د مهمو خبرو په څېر رامخې ته شوې ده.

په پام کې ده چې پیټرو پورشینکو او ولادیمیر پوتین د بلاروس په منسک کې د سرمشریزې پرمهال سره وګوري.

د اوکراین په دونڅک او لوهانڅک سیمو کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تراوسه څه باندې دوه زره کسان وژل شوي دي. د تېر مارچ میاشت کې له روسیې سره د کریمیا تر یوځای کېدو وروسته دغو سیمو له کییف نه د جلا کېدو او خپلواکۍ اعلان وکړ.

ورته مطالب