م.م: اسلامي دولت سوریه کې جنګي جرمونه کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption "د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې په سیمو کې په عمومي محضر کې د خلکو اعدامول عادي خبره ده".

ملګرو ملتونو ویلي چې د اسلامي دولت جنګیالیو په سوریه کې ستر جنګي جرمونه تر سره کړي او په جګړه کې یې له ماشومانو د جنګیالیو په څېر کار اخیستی دی.

په یوه رپوټ کې د څېړونکو له خولې ویل شوي چې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې په سیمو کې په عمومي محضر کې د خلکو اعدامول عادي خبره ده.

رپوټ پر سوري چارواکو هم تور پورې کوي چې سږ کال یې په اتو بېلا بېلو پېښو کې له کیمیاوي موادو کار اخیستی دی.

په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او ګڼو یاغي ډلو تر منځ جګړه په ۲۰۱۱ کې پیل شوه.

په دغه جګړه کې تر اوسه نږدې ۲۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

ویرونکې شکنجې

د ملګرو ملتونو رپوټ په جګړه کې د سوري حکومت او ګڼو وسلوالو ډلو له لوري شوې تیریو جزئیات بیانوي.

رپوټ وايي چې د سوریې هوايي ځواکونو د ولسي وګړو پر استوګن ځایونو له بېرلي بمونو کار اخیستی دی.

څېړونکو ویلي: "په ځینې مواردو کې څرګنده شواهد شته چې حکومتي ځواکونو په قصدي ډول ولسي وګړي په نښه کړي دي".

"د حکومت په زندانونو کې بندیانو ته ویرونکې شکنجې ورکړل شوې او جنسي تیري پرې شوې دي".

دغه موندنې خلکو سره سږ کال د جنورۍ او جولای په میاشتو کې د مرکو او نورو شواهدو پر بنسټ په رپوټ کې ځای پر ځای شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه رپوټ په سوریه کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د یوې پلټنې برخه ده.

د ولسمشر بشار الاسد پر سوري حکومت د جنګي جرمونو د نورو تورونو تر څنګ د سږ کال د اپریل او مې میاشتو تر منځ په مشکوک ډول د کلورین ګاز (یو ډول کیمیاوي ماده) کارولو تورونه هم لګول شوې دي.

ورته مطالب