د سوریې جګړه کې امریکایی "جنګیالی" وژل شوی

دوګلاس مکین د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اټکل دی، چې دوګلاس مکین د سوریې شخړه کې وژل شوی وي.

سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو په لیکو کې یو امریکایی "جنګیالی" وژل شوی دی.

د وژل شوي امریکایي دوګلاس مکین د کورنۍ یوې غړې جوسلین سمیت بي بي سي ته ویلي، د امریکا حکومت د دوګلاس مور ته د هغې د زوی د مړینې خبر ورکړی.

پر همدې مهال، فرانس پرېس خبري اژانس د امریکا متحدو ایالتونو له خولې ویلي، د "اسلامي دولت" جنګیاليو یوه امریکايي مېرمن تښتولې، چې د بشري مرستو له یوې مؤسسې سره یې کار کاوه.

سمیت وايي "د خبر په اورېدو مو ټکان وخوړ"، ځکه چې مکین له تېرو لسو کلونو راهیسې مسلمان شوی و.

نوموړې دا هم ویلي، چې مکین لومړی ترکیې ته تللی، خو د سفر هدف یې دوی ته نه دی ویلی "ددغې پرېکړې ترشا د کرکې هېڅ ځای نه شته؛ ځکه چې هغه یو ښه انسان و".

د امریکا حکومت پر دې اند دی، چې یوه کوچنۍ ډله امریکایان د "اسلامي دولت" په لیکو کې د جنګېدو لپاره سوریې ته په سفر کولو توانېدلي دي.

تښتونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption منیر محمد ابو صلحا په سوریه کې لومړی ځانمرګی برید کوونکی امریکایی و.

په سوریه کې د تښتول شوې مېرمنې په اړه ډېر جزییات نه شته؛ ځکه چې امریکايي چارواکو او د یادې مېرمنې کورنۍ د هغې د سلامتیا په خاطر ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

تښتول شوې مېرمن ۲۶ کلنه ده. دا په سوریه کې د سخت دریځو له خوا درېیم امریکایی دی چې تښتول شوی.

تېره اونۍ د اسلامي دولت ډلې پر انټرنېټ د یوه امریکايي خبریال جیمز فولي د وژلو وېډیو خپره کړه، چې په نړیواله کچه غبرګونونه یې راوپارلو.

دغه خبریال له ۲۰۱۲ کال راهیسې په سوریه کې تري تم شوی و.

فولي د منځني ختيځ له بېلابېلو سیمو خبري رپوټونه ورکول، او له امریکايي ګلوبل پوست او د فرانس پرېس خبري اژانس په ګډون یې له ځینو نورو خبري رسنیو سره کار کاوه.

د وېډیو په پای کې، یو بل نیول شوی کس‎ لیدل کېږي، چې ویل کېږي بل امریکایی خبریال سټیف سوتلوف دی.

سوتلوف یو کال وړاندې د سوریې په شمال کې له ترکیې سره پر پوله وتښتول شو.

په سوریه کې د القاعدې اړوندې "النصرة جبهې" امریکايی پیټر کیرټس خوشی کړ، چې په غالب ګومان دغې ډلې د واشنګټن پوست خبریال اوسټن ټایس، چې د ۲۰۱۲ په اګست کې تښتول شوی و، له ځان سره ساتلی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په وروستیو کلونو کې سلګونه بهرني جنګیالي سوریې ته تللي. دوه په کې نیکولي لاین منسفیلډ او ۲۲ کلن منیر محمد ابو صلحا دي، چې په شخړو کې وژل شوي.

د امریکا متحدو ایالتونو دوې اونۍ وړاندې د کردي ځواکونو د ملاتړ او د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو د پرمختګ مخې نیولو په خاطر ددغې ډلې پر ځینو مرکزونو بمباري وکړه، او هڅه یې دا وه چې د عراق تر ټولو لوی بند (د موصل بند) له دوی بېرته ونیسي.

د اسلامي دولت ډله په عراق او د سوریې د ختیځ ‎په هغو سیمو کې د سلګونو کسانو په وژلو تورنه ده، چې د دوی تر واک لاندې دي.

سوریه کې وژل شوي امریکايي جنګیالي

په وروستیو کلونو کې سلګونه بهرني جنګیالي سوریې ته تللي. دوه په کې نیکولي لاین منسفیلډ او ۲۲ کلن منیر محمد ابو صلحا دي، چې په شخړو کې وژل شوي.

۳۳ کلنه منسفیلډ یوه مسلمانه شوې امریکایۍ وه، چې د ۲۰۱۳ په مې میاشت کې ظاهراً پر سوري ځواکونو د برید د هڅې پرمهال ووژل شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption النصرت جبهې خبریال تیو کیرتیس خوشی کړ. نوموړی له ۲۰۱۲ راهیسې سوریه کې بندي و.

صلحا، چې اصلاً د امریکا فلوریډا ایالت د وېسټ پالم بیچ و، د تېرې مې پر ۲۵ پر سوري ځواکونو د یوه برید پرمهال په چاودنه کې ووژل شو.

هغه له (النصرت جبهې) سره یوځای شوی و، چې په سوري شخړه کې لومړی امریکایی ځانمرګی برید کوونکی و.

لوېدیځ چارواکو خبرداری ورکړی، چې په سوریه کې تر روزنې وروسته ځینې بهرني جنګیالي امریکا او اروپايي هېوادونو ته ستنېږي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند کیتلین هېډن په یوه اعلامیه کې ویلي "موږ په سوریه کې د امریکايي وګړي دوګلاس مک اتور مکین په شتون خبر وو او د هغه مړینه تاییدوو. موږ تر خپله وسه هڅه کوو، چې بهر ته د جهاد لپاره د خپلو وګړو د تګ مخه ونیسو".

د اسلامي دولت جنګیالیو د امریکايي خبریال جیمز فولي په بدل کې د پاکستاني ډاکټرې عافیې صدیقي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

آغلې صدیقي په ۲۰۱۰ کال پر امریکايي چارواکو د برید کولو د پلان په تور تر نیول کېدا وروسته د ټکساس ایالت په زندان کې ده.

ورته مطالب