هند "ټولو ته د بانکي حساب" پروژه پیل کړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د دې پروژې له مخې، د بانکي حسابونو لرونکي به د پور کارتونه او د پېښو بیمه ولري.

شاوخوا ۳۰ سلنه هندوان له کمو مالي خدمتونو برخمن دي او تل له خلکو پورونه اخلي چې هغو بیا زیاد سود ترې غواړي.

نارېندار مودي دولت او شخصي بانکونو ته ویلي چې د ده د پلان ملا وتړي.

ښاغلي مودي تېره اوونۍ په خپله وینا کې وویل، میلیونونه هندوان شته چې موبایلونه لري خو بانکي حسابونه نه لري.

رپوټونه وایي چې د ښاغلي مودي حکومت موخه دا ده چې تر ۲۰۱۸م کال پورې ۷۵ میلیونو کورنیو ته بانکي حسابونه پرانېزي او په هر کور کې کم تر کمه دوه تنه بانکي حسابونه ولري.

د دې پروژې له مخې، د بانکي حسابونو لرونکي به د پور کارتونه او د پېښو بیمه ولري چې سل زره روپۍ کېږي او دا څه کم زر پوڼدو سره برابر دي.

دوی به همدا شان تر ۵ زرو روپیو پورې له خپل بانکي حسابه زیاتي پیسې را ایستلی شي او سود به یې نه ورکوي.

ښاغلي مودي وویل، بېړنیو ګامونو ته اړتیا ده ځکه ډېر مالي فعالیتونه یوازې په همدغو بانکي حسابونو پورې تړلي دي.

خبریالان وایي، د هغو کسانو لپاره د بانکي حسابونو پرانستنه به چې د هویت کارتونه نه لري لویه ننګونه وي.

خلک باید د بانکي حساب پرانستلو لپاره ډېرې پاڼې ولري. په هند کې د بانکي حساب پرانستلو لپاره د زېږېدو تصدیق او د پتې تصدیق ته اړتیا ده.

د شنونکو په باور دا به دې ته زمینه برابره کړي چې حکومت په مستقیم ډول د خیر ښېګڼې پيسي د خلکو بانکي حسابونو ته ولېږدوي او دا به فساد راکم کړي.

د نړیوال بانک شمېرې ښیي، یوازې په سلو کې ۵ هندوان د حکومت له خوا پيسې د بانکونو له لارې تر لاسه کوي. اوسنۍ پروژه به د پيسو سپينولو او هغو ادارو د ناقانونه فعالیت مخه هم تر یوه بریده ونیسي چې د هېواد د مرکزي بانک له کنتروله وتلې دي.

د هند د مرکزي بانک مشر راګورام راجان ویلي، دا پروژه با بیا له بې وزلو سره مرسته وکړي چې په اقتصادي ډول ازاد وي. حکومت به دوی ته به بیمه او پورونه ورکړي.

ورته مطالب