"اسلامي دولت" لسګونه سوري پوځیان وژلي

د انځور حقوق ISIS
Image caption پر انټرنټ خپاره شوي عکسونه ښيي چې تر ۱۰۰ ډېر سړي په یوې بېدیا کې په خپلو نېکرونو کې درول شوې دي.

فعالین وايي داسې انګېرل کېږي چې د اسلامي دولت جنګیالیو د سوریې د پوځ لسګونه سرتیري اعدام کړې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې د طبقه پر هوايي ډګر د اسلامي دولت ډلې له برید وروسته دغه پوځیان حما ولایت ته د تېښتې په هڅه کې نیول شوي دي.

نوموړې ادارې زیاته کړه د جهادیانو د ټوېټر پاڼې داسې ادعا کوي چې دوی نږدې ۲۰۰ کسان وژلي دي.

د چارشنبې پر ورځ، ځینې عکسونه او یوه وېډیو پر انټرنټ خپاره شوي چې ښيي تر ۱۰۰ ډېر سړي په یوې بېدیا کې په خپلو نېکرونو کې درول شوې دي.

په دې وېډیو کې جنګیالي غږ کوي (اسلامي دولت) او (بېرته تګ نه شته).

هغه انځورونه چې څو ورځې وړاندې خپاره شول په کې د اسلامي دولت ډلې نقاب پوشه جنګیالي په هوايي ډګر کې لږ تر لږه پر اوو ګونډه شويو سړو ډزې کوي.

جنګي جرمونه

د اسلامي دولت جنګیالیو له څو اوونۍ سختۍ جګړې وروسته د یکشنبې پر ورځ په شمالي ښار رقه کې د طبقه هوايي ډګر ونیو.

د څار ادارې ویلي چې په وروستۍ جګړه کې چې پنځه ورځې یې دوام وموند د اسلامي دولت ۳۴۶ جنګیالي او تر ۱۷۰ ډېر امنتي ځواکونه ووژل شول.

د څار د ادارې مشر رامي عبدالرحمان د اې ایف پي خبري اژانس ته وویل چې په هوايي ډګر کې نږدې ۱۴۰۰ پوځیان ځای پر ځای شوي وو چې ۷۰۰ یې په تېښته بریالي شوي دي.

داسې ښکاري چې د اسلامي دولت جنګیالیو ۲۰۰ پوځیان د حکومت تر کنترول لاندې سیمې اورنټیس ته د تېښتې پر مهال نیولي او اعدام کړي دي.

ښاغلی رحمان وايي چې پاتې ۵۰۰ پوځیان اوس هم د تېښتې په حال کې دي.

د هوايي ډګر له نیول کېدو وروسته، د سوریې حکومتي تلویزون وویل چې پوځیان له هوايي ډګره په بریالي ډول وتلي او د بیا یوځای کېدو تابیه نیسي.

د سه شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو څېړونکو وویل چې د اسلامي دولت جنګیالیو په سوریه کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي او په جګړه کې یې له ماشومانو نه د جنګیالیو کار اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې راغلي چې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې په سیمو کې په عمومي محضر کې د خلکو اعدامول عادي خبره ده.

رپوټ دا هم وايي چې د سوریې هوايي ځواکونو د ولسي وګړو پر استوګن ځایونو له بېرلي بمونو کار اخیستی دی او په ځینو مواردو کې څرګنده شواهد شته چې حکومتي ځواکونو په قصدي ډول ولسي وګړي په نښه کړي دي.

ورته مطالب