د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي آی اې) ستونزې

د انځور حقوق PA
Image caption اوس یې فکر کول ګران دی خو یو مهال دغه هوايي شرکت د پاکستان ویاړ و.

د الوتکې مېلمه پال هڅه کوله چې ماته و نه ګوري. له هیترو نه د اسلام اباد په لور زموږ د الوتنې لا شل دقیقې هم نوې تېرې چې د خدماتو خوار حالت راته څرګند شو.

"ډېره بخښنه غواړم، ګومان کوم زما وېډیو کار نه کوي". نه زما د سر دپاسه څراغ کار کاوه او نه هم د مېلمه پال د بللو تڼۍ.

خو د پاکستان نړیوال هوايي شرکت په یونیفورم کې یو برېتور سړی زما پر شکایتونو ډېر اریان نه ښکارېده.

"سیستم به مړ کړو او بیا به یې روښانه کړو چې کار ورکړي". خو غږ یې له هیلې ډک نه و.

درې ځلې یې سیستم مړ او روښانه کړ، موږ مرکزي اروپا ته ورسېدو خو د وېډیو پرده لا هم سپینه وه.

د اوو ساعتونو په الوتنه کې زه په تیاره کې ناست وم.

ما خپل کتاب نه شو لوستلی، د مېلمه پال د بللو تڼې کار نه کاوه او داسې کوم بل د شکایت ثبتولو سیستم هم نه و.

اوس یې فکر کول ګران دی خو یو مهال دغه هوايي شرکت د پاکستان ویاړ و.

د دغه شرکت تاریخ د هېواد له تاریخ سره چې بېرغ يې وړي راوړي تړلی دی.

د خپلواکۍ له رڼه سباوونه د فساد او د طالبانو تر ګواښه، د پي آی اې بخت د زرو و خو تور شو او بیا نور هم تور شو.

نن سبا د پي آی اې په اړه نږدې هر خبر خواشینونکی دی.

تېر کال یې یو پیلوټ په مانچیستر کې د نشې په حالات کې ونیول شو.

یوه الوتکه یې هغه مهال د دوو جنګي الوتکو تر څار لاندې لندن ته وګرځول شوه چې دوو جنجالي مساپرو غوښتل د پیلوټ کوټې ته ننوځي.

زه له هغو محدودو کسانو څخه یم چې تر اوسه مې د خلیج ځلېدونکو هوايي شرکتونو ته مخه نه ده کړې.

ما اوس هم خپل ځان پي آی اې ته سپارلی چې په بېلا بېلو نومونو لکه (ښايي زه ورسېږم یا لطفا خدای خبر کړئ) مشهور شوی دی.

پی آی اې د پاکستان له خپلواکۍ سره سم کار پیل کړ.

د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح په دې پوهېده چې هر با وقاره ملت یو هوايي شرکت ته اړتیا لري.

د دغه شرکت یو لومړی کار دا و چې په ۱۹۴۷ کال کې د هند او پاکستان تر منځ له تاوتریخوالي ډک بېلتانه وروسته هندوان او مسلمانان پر مخالفو لورو یوسي.

هر پاکستانی د پي آی اې پر لاسته راوړنو خبر دی.

په اسیا کې لومړی جېټ الوتکې د همدې شرکت وې.

په ۱۹۶۰ لسیزه کې د دې شرکت د مېلمه پالو یونیفورمونه پیري کاردین ډیزاینول او په الوتنه کې د فلم ښودل لومړی دوی پیل کړل.

د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې، د دوبۍ شیخان د یو هوايي شرکت په لټه کې و، مخ یې پي آی اې ته واړوه او د اماراتو هوايي شرکت لومړنیو الوتنو لپاره یې د پي آې اې دوه الوتکې په کرایه واخیستلې.

نن د اماراتو هوايي شرکت بریاوو نړۍ ونیوه خو پي آی اې په غورځېدو ده.

نن دغه شرکت پېسې سوځوي او د ناوړه ادارې یوه ښه بېلګه ګڼل کېږي.

درې زړې سترې الوتکې یې اوس یوازې د اسلام اباد او کراچۍ تر منځ الوتنې کوي.

درېیمه برخه الوتکې یې د بیا رغولو وړ نه دي او هره اوونۍ یې لسګونه الوتنې لغوه کېږي.

د بدلون څرک

خو ښایي بدلون پر لار وي. د پي آی اې لپاره ستر پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

ما د پلان شویو بدلونونو پلی کولو مشر تورن شجاعت عظیم سره ولیدل.

ده لا له وړاندې هغه کارکونکي له دندې ګوښه کړې چې د خپلو زده کړو په اړه یې درواغ ویلي وو، بې ګټې الوتنې یې درولي او د شیکاګو په ګډون یې په نړۍ کې د ټکټونو خپل دفترونه تړلي دي.

نوموړي وویل: "موږ شیکاګو ته الوتنې نه لرو نو زه نه پوهېږم چې هلته زموږ دفتر ته څه اړتیا وه".

تورن عظیم وايي د پي آی اې چارې د یوه کلب په څېر پر مخ بیول کېدې، خپلوانو او وزیرانو ته د الوتنې وړیا ټکټونه ورکول کېدل.

د بشري ځواک ناوړه حالت یې د هوايي چلن په برخه کې پر یوه ټوکه بدل شوی دی.

د هرې الوتکې لپاره ۷۷۲ کارکونکي لري چې دا شمېر د سیالو شرکتونو په پرتله څلور برابره ډېر دی.

تورن عظیم اوس په دې هڅه کې دی چې د شرکت د زړو الوتکو پر ځای عصري او د کم لګښته الوتکې وپېري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جون پر ۹ مه وسله والو طالبانو د کراچې بر هوايي ډګر ډله ييز برید وکړ

دی غواړي په یو کال کې د شرکت یوه برخه وپلوري.

زما پوښتنه دا وه چې داسې به څوک وي چې ترې و یې پېري؟

تورن عظیم راته په ځواب کې وویل: "موږ به ژر له رېچارډ برنسن سره اړیکه نیسو".

زه د نوموړي بریالیتوب غواړم خو پاکستان تل په یو نه یو ډول د غوره پلانونو مخه نیولې ده.

وسلوالو طالبانو څو مياستې مخکې د کراچۍ پر هوايي ډګر برید وکړ.

په برید کې الوتکو ته زیان و نه رسېد خو په دغه ډول حالت کې به ډېر لږ شرکتونه وي چې پاکستان ته خپلې الوتکې یا کارکونکي ورکړي.

نو پاکستان کې چې له ترهګرۍ او اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی، د څلورو کلونو د ښو او بدو پېښو په اړه له راپورونو ورکولو وروسته، زه اوس په دې فکر کې یم چې آیا نوی حکومت به د بدلون په راوستلو کې بریالی شي.

خو دا ځل د اماراتو شرکت په الوتنه کې سفر کوم.

ورته مطالب