پاکستانی پوځ د حکومت او سیاسي څېرو ترمنځ منځګړیتوب غواړي

عمران خان او طاهر القادري د انځور حقوق EPA
Image caption عمران خان او طاهر القادري د لومړي وزیر استعفا غواړي.

د پاکستان ځواکمن پوځي مشر د لومړي وزير نواز شریف او دوو مخالفو څېرو ترمنځ چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت ضد لويو لاريونونو مشري کوي د سياسي په ټپه ولاړ حالت د روانېدو لپاره ګام پورته کړی.

مولانا طاهر القادري خپلو زرګونو پلويانو ته ويلي، جنرال راحيل شريف يوه ورځ ترې غوښتې چې منځګړیتوب په کې وکړي.

بل سياستوال عمران خان هم د ښاغلي قادري خبره ورغبرګه کړې ده.

دواړه سياسي مشران چې ادعا کوي د تېر کال په عمومي ټاکنو کې ټګۍ برګۍ شوي د لومړي وزير نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف او د طاهرالقادري په مشرۍ د عوامي تحریک ګوندونو له څو ورځو راهیسې اسلام اباد کې د لومړي وزیر نواز شریف د استعفا په پلوۍ غونډې پیل کړې.

په تېرو دوو اونیو کې د اسلام اباد واټونو کې د حکومت ضد سوله ییز لاریون روان دی، لاریونیان له لاهور ښار نه اسلام اباد ته تللي او هلته دېره شوي دي.

قادري ویلي، د پوځ مشر له مخالفانو د دولت او مخالفانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره ۲۴ ساعته وخت وخت غوښتی دی.

رپوټونه وايي، جنرال راحیل شریف له نواز شریف سره هم کتلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له تېرو دوو اونیو راهیسې اسلام اباد کې سوله ییز لاریونونه روان دي.

د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو ویلي، د تېر کال په هغو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، چې په پایله کې یې نواز شریف لومړی وزیر وټاکل شو.

طاهر القادري په لاهور ښار کې د ۱۴ لاریون کوونکو د وژنې په تور محکمې ته د نواز شریف د راکاږلو غوښتنه هم کړې ده.

سیمه ییزو پولیسو په لومړنیو رپوټونو کې لومړی وزیر په دې پېښه کې یو شکمن کس بللی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طاهر القادري په لاهور ښار کې د ۱۴ لاریون کوونکو د وژنې په تور محکمې ته د نواز شریف د راکاږلو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، د پوځ رول باید د اساسي قانون په چوکاټ کې وي.

که څه هم تر اوسه د دولت پرضد لاریونونه سوله ییز دي، خو د اسلام اباد په سره سیمه کې، چې ګڼې دولتي ادارې او سفارتونه دي، زرګونه خلک راغونډ شوي، چې د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره حکومت ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

ورته مطالب