ايبولا: ازمويښتي درمل ZMAPP د ژويو ازموينو کې ۱۰۰٪ اغېزناک دی

د انځور حقوق SPL
Image caption د ايبولا درملنه لا نشته، او د درمل ازموينې يې روانې دي

د ايبولا ازمويښتی درمل ZMAPP په اړه د کلينيکي ازموينو معلومات ښيي چې دغه درمل د بيزوګانو څېړنو ان که ناروغي د اخته کېدو په وروستیو پړاوونو کې هم وي، ۱۰۰٪ اغېزناک دی.

څېړونکو چې خپل معلومات يې په نېچر کې خپاره کړي، وايي دا "مخ پر وړاندې يو ډېر مهم ګام دی".

خو په محدوده کچه د دغه د درمل شتوالی به له هغو ۲۰۰۰۰ خلکو سره مرسته ونه شي کړی، چې اټکل دی په لوېديځه افريقا کې د دغې ناروغۍ خپرېدو پر مهال پرې اخته شوي وي.

هغه اوه کسان چې دغه درمل ورکړل شوی، دوه يې بيا وروسته له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

زيمپ چې لا تر اوسه د درمل پرمختيا ازمويښتي پړاوونو کې دی، د "پټ سيروم" په نامه یادېږي، او لا تر اوسه يې د اغېز او فعاليت په اړه ښکاره معلومات نه شته.

ډاکټرانو پتېيلې چې د ايبولا هېڅ درملنه نه شته، چې په ګيني کې يې له خپرېدا راهيسې ۱۵۰۰ کسان وژلي دي.

څېړونکو د انټيباډۍ بېلابېلو ډولونو په اړه څېړنې کړې، د هغه سيستم خونديتوب يوې برخې په توګه چې ويروسونه د درملنې په توګه سره تړي.

پخوانیو ګډولو په ژويو کې يو څه فعالتوب ښوولی دی. زيمپ وروستۍ درمليزه ګډوله ده، چې د انټيباډۍ درې ډلونه په کې دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ايبولا ناروغي د لوېدېځي افريقا په يو شمېر هېوادونو کې خپره شوې ده

پر اتلسو بيزوګانو چې په ايبولا اخته شوې وې، ازموينو يې د ۱۰۰٪ ژوندي پاتې کېدو نښې ښوولې دي.

په دې کې داسې ژوي هم وو، چې په ناروغۍ اخته کېدو وروسته تر پنځو ورځو درمل ورکړل شوی دی.

ساينسپوهان وايي دا مهم پرمختګ دی، ځکه د پخوانيو لارو چارو له مخې بايد درملنه مخکې له دې چې ان د ناروغۍ نښې نښانې ښکاره شي، پيل شي.

خو کله چې د ژويو له معلوماتو نه د انسان لپاره د پېچلتياوو څرګندونه کېږي، تل په کې احتیاط کېږي.

د هغو دريو کسانو نه چې دغه درمل یې اخيستی، يو لايبېريايی او هم يو اسپانوی قسيس دواړه په دې ناروغۍ اخته کېدو له امله، سره له دې چې په زيمپ يې درملنه کېده، مړه شول.

په انسانانو کې د اخته کېدو بهير د بيزوګانو پرتله ورو دی، نو په احتياط سره د دې اروزنه کېږي، چې په ناروغۍ له اخته کېدو وروسته زيمپ ښايي له ۹ نيولې تر ۱۱ ورځو پورې خپل اغېز وښيي.

د څېړونکو ډله غواړي پر خلکو کلينيکي ازموينې پيل کړي، چې په ريښتيي ډول د دغه درمل د اغېز او فعاليت ارزونه وکړي.

ورته مطالب