اروپايي ټولنې د "روسیې تېری" غندلی

د انځور حقوق twitter.comporoshenko
Image caption په اوکرايين کې د نويو پرمختياوو پر سر اروپايي ټولنه پر روسيه نوي بنديزونه لګوي

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزيرانو د اوکرايين پر ضد د روسیې "تېري" په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې، په داسې حال کې چې د دغې ټولنې مشران پر مسکو د نويو بنديزونو لګولو د غور تابيا کوي.

د ايټاليا په میلان کې د وزيرانو له غونډې وروسته د خبرو پر مهال د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون روسيه وهڅوله چې "له اوکرايين خپل ځواکونه وباسي".

د اروپايی ټولنې مشران په بروکسل کې غونډېدونکي دي، چې دې کړکېچ ته به پر ځواب غور کوي.

روسيه دا خبره ردوي چې ځواکونه یې دې د اوکرايين په ختيځ کې د ياغيانو ملاتړ کوي.

مېرمن اشټون وويل "د روسي ځواکونو له لوري د مخامخ تېري پر سر ژوره اندېښنه" ده. دې پر روسيې غږ وکړ چې اوکرايين ته د وسلو، وسايلو او افرادو د ورتلو بهير ودروي.

په بروکسل کې د اروپايي کمسيون مشر خوسې مانوېل باروسو ګوتڅنډنه وکړه چې اروپايي ټولنه "پر خپلو بنسټونو درېدو" ته چمتو ده، او مخکې له دې چې دغه کړکېچ یې په وینا "د نه ستنېدا پړاو" ته ورسېږي، د سیاسي حل غوښتنه يې وکړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption حکومتي ځواکونو په تازه وروستيو نښتو کې ځينې سيمې له لاسه ورکړې

ده دا خبرې د اوکرايين له ولسمشر پېټرو پروشېنکو له غونډې وروسته کولې، چې د اروپايي ټولنې سرمشريزه کې ګډون لپاره بروکسل ته رسېدلی دی.

ښاغلي پروشېنکو وويل اوکراين د "پوځي يرغل او ترهګرۍ" قربانی دی، چې "زرګونه بهرني ځواکونه او سلګونه بهرني ټانکونه" په کې ښکېل دي.

حکومتي ځواکونو په تازه وروستيو نښتو کې ځينې سيمې له لاسه ورکړې دي.

د اوکرايين د پوځ وياند د شنبې پر ورځ وویل روسي ټانکونو له لوهاسنک سره نژدې د نووسوېتليفکا پر ښارګوټي بريد کړی، او په "ټول کورونه يې ويجاړ کړي دي".

دغه وياند اندري ليسېنکو وويل ځواکونه ته يې امر شوی چې له نووسوېتليفکا په شا شي.

له اپرېل راهيسې په دونېڅک او لوهانسک کې د جګړې له امله شاوخوا ۲۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب