اسلام اباد کې اخ او ډب: ۴۷۰ ټپیان، ۳ وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د لاریونیانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی، چې د دواړو خواوو تر ۴۷۰ ډېر کسان ټپیان وي او درې وژل شوي.

اخ او ډب هغه مهال رامنځ ته شو، چې لاریونیانو د لومړي وزیر د کار دفتر ته ځانونه د ننه کول غوښتل.

پولیسو پر لاریونیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن غاز کارولی.

د اسلام اباد لوی حکومتي روغتون (پمز) ویاندې ډاکټرې عایشې رسنیو ته ویلي، په روان کړکېچ کې دوه کسان وژل شوي.

عایشه وايي، یو کس په یوه لښتي کې مړ موندل شوی او بل په کوتکو تر مرګه وهل شوی، خو ددغه روغتون یوه بل ویاند جاوید اکرام ویلي، د مړو شمېر درو ته ختلی دی.

په اسلام اباد کې د دوو لویو روغتونونو چارواکو بي بي سي ته ویل، د لاریونیانو او پولیسو ترمنځ په تېرو ۱۲ ساعته شخړو کې لږترلږه ۴۰۰ لاریون کوونکي او ۷۵ پولیس ټپیان شوي.

په دغو لاریونونو کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د حکومت د سیاسي مخالف تحریک انصاف د مشر عمران خان پلویان او د طاهر القادري پلویان ګډ‌ون لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لاریونیانو د کوتکو او تیږو مقابل کې پولیسو اوښلن غاز کارولی.

لاریون کوونکي د لومړي وزیر نواز شریف استعفا غواړي، ځکه چې په وینا یې د تېر کال په ټاکنو کې یې پراخې درغلۍ کړې دي. د اسلام اباد د پولیسو مشر خالد خټک بي بي سي ته ویل، نژدې ۱۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي:

"له ډېرو سره لرګي او نور وسایل شوو، باوري یم چې له دوی سره به وسلې هم وې، خو موږ تر اوسه ورسره ونه لیدې".

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د کړکېچ د هواري لپاره د پوځ د مداخلې غوښتنه کړې وه.

عمران خان تېره اونۍ له حکومت سره خبرې ودرولې.

د انځور حقوق AFP
Image caption اخ او ډب د اسلام اباد تر ټولو خوندي سیمه کې شوی.
د انځور حقوق AP
Image caption په دې اخ او ډب کې له دواړو غاړو نژدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خان له یوې اونۍ راهیسې له حکومت سره خبرې درولې دي.

د پاکستان د حکومت یوه وزیر ویلي، له تېرو دوو اونیو راهیسې د کړکېچ د هوارولو لپاره خبرې رواڼې دي.

طاهر القادري بي بي سي ته ویلي د پولیسو کړنې "یو داسې برید دی چې د ولس پر وړاندې یې د حکومت له خوا د ترسره کېدو هېڅ هیله اټکل کېده".

د پاکستان سیمه ییز تلوېزیون د پولیسو هغه انځورونه خپاره کړي، چې د لاریون کوونکو د ډبرو د ګوزارونو په مقابل کې پر هغوی اوښلن غاز کاروي، خو له ځینو لاریونیانو سره کوتک او لرګي وو.

د سیمې پر اسمان د وضعیت د څارلو او ارامولو لپاره چورلکې چورلېدې.

دغه لاریونونه او اخ او ډب د اسلام اباد په تر ټولو خوندي سیمه کې شوی، چې زیاتره حکومتي اداې او د چارواکو د استوګنې کورونه پکې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption دا لاریونونه له تېرو دوو اونیو راهیسې اسلام اباد کې روان دي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریونیان د لومړي وزیر نواز شریف استعفا غواړي.
د انځور حقوق AP

ورته مطالب