پوتین پر ختیځ اوکراین خبرې اترې کول غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي پوتین د یاغیانو کړنې "د خلکو له خوا د خپلو ګټو د دفاع یو طبېعي غبرګون" وباله.

د روسي رسنیو د راپور پر بنسټ، ولسمشر وېلادېمیر پوتین غږ کړی چې د ختیځ اوکراین د دولت په اړه دې خبرې اترې وشي.

نوموړي ویلي د ځايي خلکو د ګټو د خوندیتابه لپاره پر دې مسله خبرې اړینې دي.

د ښاغلي پوتین څرګندونې داسې مهال را څرګندېږي چې اروپايي اتحادیې روسیې ته د اوکراین په تړاو د خپل دريځ د بدلولو یا لا نورو بندیزونو ته د چمتو کېدو لپاره د یوې اوونۍ ضرب العجل وټاکه.

نوموړي زیاته کړه: "د خلکو پر وژنه روسیه چوپه خوله نه شي پاتې کېدای".

ښاغلي پوتین د یاغیانو کړنې "د خلکو له خوا د خپلو ګټو د دفاع یو طبېعي غبرګون" وباله.

نوموړي د اروپايي اتحادیه د نویو بندیزونو د خبردارۍ په اړه بې اعتنايي وښوده او پر دوی یې تور پورې کړ چې "په اوکراین کې د کودتا ملاتړ کوي".

ښاغلي پوتین وویل چې غرب باید له وړاندې د اوکراین د حالاتو په اړه د روسیې د غبرګون اټکل کړی وای.

نوموړي زیاته کړه د بحران د پای په اړه وړاندوینه کول ګران دی.

تر دې وړاندې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره له خبرو وروسته د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ویلي وو چې د نويو بنديزونو وضع کول به تر يوې اوونۍ دننه ترسره شي.

سپينې ماڼۍ د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا او نورو بنديزونو د چمتووالي په اړه د اروپايي ټولنې د موافقې هرکلی کړی دی.

د اوکراين ولسمشر پيترو پروشېنکو ويلي د تازه بنديزونو عملي کول د دوشنبې پر ورځ له روسي چارواکو سره په غونډې پورې تړلې دي:

''دلته په خبرو کې ثابته شوه چې اروپايي ټولنه په بشپړه توګه د هغه نړیوال ګواښ پر څرنګوالي پوهېږي چې اوکراين ورسره مخامخ دی. او زموږ متحدين هم په دې پوهېږي چې دغه ګواښ د چا له خوا او مسووليت يې د چا پر غاړه دی. اوس له غونډې وروسته زه ويلی شم چې د اوکراين پر ضد د روسيې تېری به د اروپايي ټولنې له غبرګونه پرته پاتې نه شي''.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اروپايي اتحادیې له اجرایوي مشر نه اوس هرمن ون رومپوی د اروپايي شورا مشرتوب ترلاسه کړي. نوموړي د یکشنبې په ورځ بروکسل کې دا خبره په ډاګه کړه.

د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو د تېرې شنبې په ورځ راغونډ شوي وو، چې د خبرو د سر ټکي یې د اوکراین کړکېچ کې د روسي پوځي فعالیت پروړاندې د غبرګون ښودل وو.

په دې غونډه کې د اروپا له کمیسیون وغوښتل شول، چې پر روسیه دې د نویو بندیزونو لګولو لپاره چټک ګامونه واخلي او خپل وړاندیزونه په یوه اونۍ کې اروپايي دولتونو ته وسپاري.

تر اوسه اروپايي اتحادیې او امریکا په ګڼو روسي مېشتو شرکتونو بندیزونه لګولي، خو روسیې بیا دا بندیزونه بابیزه ګڼلي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مخکنۍ مشرې کاترین اشټون، چې په دې غونډه کې حاضره وه، وویل ''د اوکراین په ختیځ کې د 'روسيې مستقیم تېری' رښیا هم د ژورې اندېښنې وړ خبره ده''.

د انځور حقوق AP
Image caption د اوکراین پوځي موټر له ستاروبیشیو د وتلو په حال کې دي
د انځور حقوق

ورته مطالب