په عراق کې د امرلي کلابندي ماته شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي ځواکونه او ترکي کردان اورپکي د امرلي په چاپریال کې، انځور د اګست ۴

له عراق نه رپوټونه وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ کې امرلي ښار چې له دوومیاشتو راهیسې د اسلامي دولت (داعش) اورپکو په کلابندۍ کې و، اوس دغه کلابندي ماته شوې.

عراقي ځواکونو د شنبې په ورځ (اګست ۳۰) د کردیانو، شیعه وسله والې ډلې او د امریکا هوايي بریدونو په ملاتړ د کلابندۍ ماتولو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي وو.

امرلي د عراق لږکیو ۱۵ زره ترکمانو ټاټوبی دی. او دوی شیعه مذهبه دي.

په دغو دوومیاشتو کې څو ځلې د دغه ښار د اوسیدونکو د وضیعت په اړه خبرداری ورکړی شوی و، او تیره اوونۍ هم ملګرو ملتونو په امرلي کې د ټول وژنې د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

بریتانیا، استرالیا او د امریکا هوايي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په بهیر کې د امرلي له اوسیدونکو سره په مرسته کې برخه درلوده. عراقي چارواکو د بي بي سي عربي برخې سره په خبرو کې د امرلي د کلابندۍ ماتول او د داعش ډلې ۱۵ اورپکو د نیولو خبر ورکړی و.

عراقي چارواکو ويلي وو، د امرلي کلابندۍ ماتول د دوی یوازېنۍ موخه نه وه، بلکې نظامي ځواکونه د هغې لارې د پرانیستلو هڅه کوي چې بغداد د عراق له شمال سره نښلوي. د داعش ډلې دغه لاره تړلې ده.

پر همدې مهاله د استرالیا لومړي وزیر اعلان کړی و، چې د امریکا په غوښتنې سره د عراق په شمال کې کردي ځواکونو سره پر تسلیحاتي مرستې هوکړه کړې ده.

توني ابوت وویلي و، چې استرالیا به په دغې هوکړې سره له امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې او ایتالیا سره چې اوس مهال د عراق له کردانو سره د مرستې په حال کې دي یو ځای شي دغه کردان د داعش ډلې سره په نښته کې بوخت دي.

ورته مطالب