د 'سخت دریځو اسلامپالو د مخنیوي' لپاره د بریتانیا طرحه

د انځور حقوق Reuters

د برتانیا حکومت د هغو طرحو ارزونه کوي، چې له مخې یې د څه مودې لپاره د دغه هېواد د هغو وګړو پر ستندېدو بندیز لګول کېدای شي، چې عراق او سوریې کې د سخت دریځو اسلامپاله ډلو لپاره جګړه کوي.

خو دې سره بي بي سي ته معلومه شوې، چې د حکومت د نوې طرحې پر بنسټ دغه کسان لا هم کولای شي، د برتانیا تابیعت د اوس په څېر ولري.

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامیرون، د هغو خطرونو په وړاندې چې د اسلامي دولت د اورپکو لخوا بریتانیا ته ګواښ ګڼل کېږي، ځینې طرحې يې په پام کې نیولې دي چې تر اوسه تر څېړنې لاندې دي.

په پام کې ده چې کامیرون په نن (سپتمبر ۱) دغه طرحه د پارلمان له استازو سره شریکه کړي.

که څه هم د دولت په وینا تر اوسه کره شمېرې نه شته، خو د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې نژدې ۵۰۰ برتانویان سوریې کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړې لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

ایم آی ۵ د هغو بریتانیایانو په اړه څېړنې د خپلو کارونو په لومړیتوب کې راوستې چې په سوریه کې 'ترهګریزو عملیاتو' کې برخه درلوده.

د جمعې په ورځ ( اګست ۲۹ ) برتانوي حکومت اعلان وکړ، چې سوریې او عراق کې د روانو پېښو له کبله، دغه هېواد کې د خبرداري کچه ( شدید ) پړاو ته رسېدلې، چې پکې د ( ترهګرو بریدونو ) احتمال ډېر دی.

ورته مطالب