د ناټو په سرمشریزه کې پر روسیې نیوکې شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption لوېديځ وايي له یاغیانو سره د ښاغلي پوتين د وسلو او روزنیزو مرستو شواهد لري خو روسیه دا تورونه ردوي.

د لوېدیځ مشرانو په وېلز کې د ناټو د سرمشریزې په غونډه کې پر روسیې د اوکراین په بې ثباتۍ کې د لاس لرلو له کبله نېوکې کړې دي.

ناټو او بریتانیې خبرداری ورکړی چې که روسیه په ختیځ اوکراین کې خپل دریځ ته بدلون ورنکړي نو دوی به پرې فشارونه نور هم زیات کړي.

اوسمهال د اوکراین ولسمشر د امریکا او اروپايي اتحادیې مشرانو ته له روسي ولسمشر وېلادیمیر پوتین سره د اوربند په تړاو د شوو خبرو مالومات ورکوي.

د اوکرایني ځواکونو او یاغیانو تر منځ په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۲۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

لوېديځ وايي له یاغیانو سره د ښاغلي پوتين د وسلو او روزنیزو مرستو شواهد لري خو روسیه دا تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو پر بنسټ، په ختیځ اوکراین کې جګړې له یو میلیون ډېر خلک خپلو کورونو خوشې کولو ته اړ کړې دي.

د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې به تر ډېره د خبرو پام د اوکراین د کړکېچ پر سر را غونډ وي.

خو په غونډه کې به د "اسلامي دولت" ډلې او افغانستان، چې د پنجشنبې پر ورځ په کې وسله والو طالبانو پر یوې حکومتي ودانۍ مرګونی برید ترسره کړ، په اړه هم خبرې اترې وشي.

د بریتانیې لومړي وزیر ډېوېد کامیرون او د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دوی به د اسلامي دولت ډلې سره مقابله وکړي او خبرداری یې ورکړ چې دوی به د وحشي وژونکو نه و نه ډار شي.

دواړه مشران دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې اسلامي دولت د امریکايي خبریال جیمز فولي د سر غوڅولو یوزاې څو ورخې وروسته د یوه بل امریکایي ژورنالیست سټیفن سکټلوف د وژنې ويډیو خپره کړه.

په دې وروستۍ ويډیو کې د اسلامي دولت یو جنګیالۍ ګواښ کوي چې یو بریتانوی چې د دوی په بند کې دی به هم ووژني.

د روسیې کړنې "د منلو نه دي"

د پنجشنبې پر ورځ د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن وویل چې غونډه په یوه ډرامتیک ډول بدل شوي چاپیریال کې تر سره کېږي، چې روسیه "پر اوکراین برید کوي".

نوموړي د غونډې د رسمي پرانیستنې څخه وړاندې خبریالانو ته وویل:

"په خواشینۍ سره اوس هم روسیه د ختیځ اوکراین په بې ثباته کولو کې لاس لري".

ښاغلي کامیرون ټینګار وکړ چې د روسيې د کړنو پر وړاندې د بندیزونو فشار سمه لار ده.

ورته مطالب