هندي کشمیر کې سېلابونو ۷۷ کسان وژلي

د انځور حقوق b

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پرله پسې بارانونو له کبله لږترلږه ۷۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

حکومت تایید کړې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د میلمنو نه یو ډک بس سیلاب له ځان سره وړی و، چې په کې سپاره ټول ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د سیمې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، تر اوسه یوازې څلور مړي پيدا شوي او د نورو لټون روان دی.

د جم په یوه بله سیمه کې بېلابېلو پېښو د ۲۷ کسانو ژوند اخیستی دی.‌

خلکو ویلي چې د چارواکو د بې غورۍ له کبله دغه ستونزې پیدا شوې دي.

د کشمیر د مالیې وزیر عبدالرحیم راتهر پنجشنبې ماخوستن ناوخته (سپتمبر۴) په خبري غونډه کې وویل، ''د خرابې هوا له امله د مرستو رسولو په لړۍ کې ستونزې رامنځ ته شوې خو موږ ۲۴ ساعته چمتو حالت کې یو، هیلیکوپتر چمتو دي خو د خرابې هوا له امله د الوتو اجازه نه لرو هر کله چې د الوتنو اجازه وشي اړینو کسانو ته به په مرستو رسولو کې کوټلي ګامونه پورته کړو.''

چارواکي وايي، په کپواره کې څلور پوځي کسان هم وژل شوي، په جمو او پونچه سیمو کې ۱۲ مېرمنې او ماشومان وژل شوي دي، په جنوبي کشمیر کوکر ناګ کې دوه کسان، په شمال سیمه بارهموله کې دوه کسان او په بډ ګام کې هم دوه کسان وژل شوي.

حکومت د جهلم او سنده سیندو ته نژدې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو نه کډه شي.

په سرینګر کې د بحران پر وړاندې مبارزې ادارې له خوا څارونکې خونه چمتو شوې، چې د دولتي ویاند په وینا وزیر عمر عبدالله خپله د دغې څارونکې خونې مشرۍ پر غاړه اخیستې.

پخوانی دولتي چارواکي نعیم اختر ویلي وو:‌''تاریخ د دې شاهد دی چې کله به هم د اګست او سپتمبر میاشت وه، نو پرله پسې بارانونه به کېدل او سیلابونو به کشمیر ډوب کړی و.''

ورته مطالب