پاکستان کې سېلابونو د ۲۰۰ خلکو ژوند اخیستی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هندي پوځيان زیانمنې شوې سیمې ته د خلکو د همکارۍ لپاره استول شوي

د هند او پاکستان پر سرحدي کرښه د تېزو بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

چارواکي وايي، یوازې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب کې سېلابونو لږترلږه ۱۱۰ کسان وژلي دي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې هم ۱۰۰ کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي دي، چې د چارواکو په وینا سېلابونو او ځمک ښویېدنې ګڼ کورونه ویجاړ کړ دي.

په وروستیو دوو لسیزو کې دغه سیمه څو ځلې سېلابونو زیانمنه کړې ده.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ، یو ۵۰ مساپر وړونکی بس، چې د هندي کشمیر په سیمه کې د واده مېلمانه پکې سپاره وو، اوبو یوړ، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

ناوې او زوم هم د بس په پېښه کې قرباني شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لاهور ځینې برخې د سېلابونو اوبو لاندې کړې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېره پنجشنبې سېلاب د واده د مېلمنو یو بس یوو، چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو.

د شنبې په ورځ، د هندي جمو او کشمیر مشر وزیر عمر عبدالله رسنیو ته وویل، نژدې ۱۰۰ وګړي مړه شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، په دې ایالت کې ۱۲۰ کسان وژل شوي، چې لږترلږه ۱۴ د ځمکې ښیوېدو له کبله مړه شوي دي.

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي چې له پوځ یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده: "اوس باران کم شوی، هیله مو دا ده چې د اوبو کچه ښکته شي. "

کورونه هوار شوي

د هند (ټایمز آف انډیا) ورځپاڼې ویلي، د سېلابونو له کبله له تېرو پنځو ورځو راهیسې تر ۲۰۰۰ ډېر خلک بند پاتې دي، چې د ژغورنې لپاره یې باید بیړه وشي.

پر همدې مهال، د پاکستان د طبیعي پېښو پروړاندې د ادارې ویاند احمد کمال ویلي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې سېلابونو ۱۰۰ کسان هغه مهال ووژل، چې د کورونو چتونه یې پرې راولوېدل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لاهور ښار کې د خلکو کورونو ته اوبه ورننوتې دي.
د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، یوازې د پاکستان پنجاب ایالت کې سېلابونو لږترلږه پنځوس کسان وژلي.

ورځپاڼه زیاتوي، د لاهور ښار زیاتره برخه هم اوبو نیولې ده، او د بارانونو له کبله کورونه هوار شوي.

پاکستان په تېر کې هم د ورته موسمي بارانونو او سېلابونو شاهد و، چې ګڼو وګړو یې ژوند له لاسه پکې ورکړی و.

د انځور حقوق PTI
د انځور حقوق PTI

ورته مطالب